په دا ورستیو کې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې لپاره د کلیوالو ځواکونو په رامنځ ته کیدو په اړه ستونزو شتون درلود


د دې ډول ځواکونو رامنځ ته کیدل د امریکا له کلیدو کارونو څخه و. د دې سره سره چې ځينې کسان په دې باور دي چې په عراق کې د امریکا دا کار بریالی و.


خو افغانان د دې په مقابل کې وايي چې یاده شوې کړنه یوازې موقتي حل دی،نه یوه دایمي سوله او ټيکاو او دوی په دې برخه کې خواشیني دي.
تیرې تجربې


د نویمې میلادې کلیزې لومړنی ورځې د افغانستان په تاریخ کې تورې ورځې بلل کیږي.


وروسته تر دې چې له افغانستان څخه شوروي لښکرې و وتې او نړیوالې همکاري شتون نه درلودهغه ځواکونه چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جنګیدې یو د بل په وړاندې واقع شوې.


په پایله کې افغانستان د هغو قومندانانو په لاس کې ولوید چې یو د بل په وړاندې یې جګړه کړې وه او وینې یې تویې کړې وې.


سپيڅلی جهاد هیر شواو د قدرت د لاس ته اخیستو لپاره ویرانونکې کړنې پیل شوې.


په پایله کې یې هرج او مرج حاکم شو او د افغانستان امن ښارونه چې د شوروي تر وتو په امن کې و وران شول.


د ګڼو ډلو لخوا چې په جګړه کې ښکیلې وې پیسې وکارول شوې او خلکو له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د سفر پر مهال ډول ډول پیسې وکارولې.


کابل د سویلي اسیا یو له ښکلو ښارونو څخه و خو د سیاسي دلایلو له مخې د قدرت لپاره په کنډواله بدل شو.


ګڼو ملیشو د ښار ګڼې سیمې اداره کولې په داسې حال کې چې یو شمیر نورو یې په دې ښار بمونه اورول.


په یوه شیبه کې په کابل باندې له ۴۰۰ څخه زیات راکټونه لګیدل، او د یو ساعت په ترڅ کې د دې ښار په سلګونو اوسیدونکي وژل کیدل.


د هرج او مرج او بې قانونیو له امله طالبانو وکولای شول په لنډ وخت کې د دې هیواد ډیرې سیمې ونیسي او پرې حاکم شي.


د طالبانو د هڅو د بریالي کیدو یو لامل دا و چې هغه د نني دولت پر خلاف د یوې قومندې لاندې و.


د سپټمبر له یولسمې وروسته ګڼې موخې


حقیقت دا دی چې امریکا افغانستان ته د دې لپاره نه راغلې ترڅو وضعیت د افغانانو لپاره سم کړياو یا داچې د اتیاومې لسیزې څخه چې افغانستان یې هیر کړی و د عبرت درس واخلي.


په پایله کې ملت جوړنه هیڅ کله هم د یوې موخې په توګه په افغانستان کې و نه کارول شوه.


هغه څه چې د افغانستان خلکو غوښتل عملي نشول او متعصفانه د امریکا کړنلاره د دې لامل شوه ترڅو هغه کسان پیاوړي کړي کوم چې د طالبانو د را څرګندیدو لامل شوي و.


نړیوالو مرسته کونکو هڅه کوله چې د افغان ځواکونو ګڼې برخې ورغوي او ویې روزي.په ځانګړې توګه افغان ملي پولیسو چې هیڅ کله یې کافي منابع او سمه رهبري لاسته را نه وړه ځکه چې ‌ډیره اړتیا هم وه ورته.


د سیمه ایزې دفاع لپاره څو برنامې شته وې او هڅې هم روانې وې چې منونکې پایلې یې نه درلودې.


په ۲۰۰۶ کال کې یو څه افغان پولیس جوړ شوله چې وروسته بیرته له منځه یو وړل شول.
په دوهم قدم کې د وردګو په ولایت کې د عامه حفاظت برنامه جوړه شوه، خو د چارواکو په وینا په نورو ولایتونو کې یاده شوې پروسه هیڅ پلې نه شوه چې دا د مایوسي څرګندونه کوي.


د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سیمه ایزې ساتنې برنامه جوړه کړه چې اوس د کلیو د ټیکاو د برنامې په نوم یادیږيچې د برنامې له مخې د افغان کلیو لپاره د پراختیا پروګرام د پلي لپاره تیار و ترڅو ترهګر و نه شي کولای د خلکو په منځ کې نفوذ وکړي.


د دې برنامې موخه دا وه ترڅو له ټولنې سره کار وشي نه د له ټولنې څخه د باندې کسانو سره.
د دې سره سره چې دا برنامې په متفاوته توګه برنامه ریزي شوې وې خو یادې شوې برنامې په وروستیو کې له ګټڼو ستونزو لکه نا سمه رهبري نا سم څار او نه ریښتونولي سره مخ شوې.


مخ په وړاندې تګ:


د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه.


ډیری یادې ستونزې د دې لپاره رامنځ ته شوې چې لویدیځ و نه شو کولای د ناروغي علاج وکړي خو تل یې هڅه کوله چې د دې ناروغي عامل له منځه یوسي.


د افغانستان په وړاندې د امریکا موخه روښانه ده او هغه داچې باید القاعده له منځه یوسي.


خو د دې لپاره تر ټولو ښه لار د افغان امنیتي بنسټونو ځواکمنیتا ده ترڅو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.


په پایله کې کلیوال ځواکونه چې اوس پرې خبرې روانې دي باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې لویې برنامې یوه برخه وي او باید د یو ډاډمن بنسټ سره د مرستې په ترڅ کې وشي.


کنه دا برنامه به په افغانستان کې ټولې هڅې له منځه یوسي او په هیواد کې به د بې قانوني فرهنګ زیات شي.


تر ټولو مهمه دا چې د امریکا موخه ړ هغو ځواکونو لپاره چې د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ بلل کیږي نه شی کیدی لاس ته راشي.


د دې مقالې لیکونکی حکمت کرزی په کابل کې د سولې او جګړې په اړه د بنسټ رییس

 


Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?