Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سولې اوبدونکي

د پرله‎پسې جګړو او تاوتریخوالي سربېره په افغانستان کې زړور وګړي هم شته چې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې هڅه کوي چې د هېواد د سولې چارجي او غږ کوونکي وي.

د ملګرو ملتونو سازمان تل هڅه کوي چې د هغو کسانو د غږ د اورېدو لپاره چې د سولې د ټينګښت لپاره یې پورته کړی.غوږ کېږدي. له شک څخه پرته، د ملګرو ملتونو سازمان د سولې دغه لوبغاړي د بدلون څراخونه او د ډيوې بلوونکي بولي.

څو اوونۍ وړاندې، د هېواد په څو ختیځو ولایتونو کې ښځې سره راغونډې ترڅو په خپله سیمه کې د تاوتریخوالي د حل لارې پیدا کولو لپاره پلاوي وټاکي او له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

خو دغه پرېکړه، د ښځو لپاره اسانه کار نه دی.ځکه چې دغو ښځو د جګړې په لړ کې په ګاونډيتوب کې ډېره ګرانه بیه ورکړې.ایا نه ده یې ورکړې؟، له شک څخه پرته چې ورکړې یې ده.

هغوی د ټولنې یوه ستره برخه ده چې د نرینه طبقې څخه خپلوان یې، مذهبي مشران، او حتا ماشومان یې شامل دي.

په کنړ ولایت کې زړورو ښځو له ځانه مېړانه وښوده، د هغوی دغه کار زه اړ کړم تر څو په دغې موضوع فکر وکړم چې حتا کولای شو د یوه کس په توګه او په بشپړه توګه په کړکېچنو شرایطو کې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړو.

موږ په ملګرو ملتوو سازمان کې هوډ لرو تر‎څو له افغانانو سره د دوی د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لارې لپاره مرسته وکړو. په راتلونکي کې د سولې هر ډول بهیر باید هر اړخیز او جامع وي او سوله باید له ولایت څخه ولایت او له ولسوالۍ څخه لسوالۍ ته لاره پیدا کړي.

دا په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره کوچنۍ بېلګې دي چې کولای شي له هېواد سره د دایمي او سراسري سولې سره مرسته وکړي.

پر یوه افغانۍ غالۍ د کار قیاس، کولای شي دغه بهیر په سمه توګه توصیف کړي.ځکه سوله تل باید د ټولنې غړي په ځان کې شامل کړي او هغه واوبي، هغه اوبدل چې په جګړه کې له یو بل څخه شلېدلي وو.

کولای شو چې افغان مېرمنې د سولې غوره اوبدونکې وبولو، بلکې د دغه هېواد ښځه او نر، زه له خپلو شخصي او عملي تجروبو څخه تاسو ته وایم. دواړه طبقې کولای شي د سولې د بهیر د فعالیت د پیاوړتیا د بنسټیز بدلون لامل شي.

د افغان سولې د اوبدونکو دا ټولګه کولای شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې چارجي او غږ کوونکي وي.

زما په اند دا د اهمیت وړ ده ترڅو د هغو کارونو په اړه چې د سولې د راوستو لپاره په ختیځ کې له کنړ او په لوېدیځ هرات کې غونډې ترسره کېږي په ژوره توګه تر ارزونې لاندې ونیول شي.

د بېلګې په توګه، په وروستۍ غونډه کې، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وتوانېده چې لږ تر لږه د هېواد له درې ولایتونو څخه ۳۶ ښځې سره راغونډې کړي.

په دغې جلسه کې ټولو ګډون کوونکو ښځو خپل نظرونه څرګند کړل، خو د یوې کندهارۍ مېرمنې لیدلوری چې وې ویل چې په ۶۰ ورځو کې د مناظرې او خبرو اترو له لارې ۶۰ مغزه بدل کړل په ريښتیا چې هیږونکي وو.

د دې سربېره چې په لومړي سره کې هغه د خپل نرینه له توند غبرګون سره مخ شوه، وروسته د هغې له خوا را وبلل شو ترڅو له خپلو لوڼو سره د سولې خبرې اترې ولري.

دا هغه څه دي چې د دغه هېواد ښځې او سړي اړتیا لري چې اقدام وکړي د اجماع او خبرو اترو زمینه برابره شي او شک نشته چې دغه بهیر له سیاسي حل لارې سره هم مرسته کوي.

باید څرګنده کړم چې کولای شو د سولې او له تاوتریخوالي څخه پرته کړونو د هڅولو لپاره کار وکړو او هغه پیغام چې د ټولنې مشران له هغه سره یوځای شوي دي، پياوړی کړو.

ډېریو افغانانو ته چې ما غوږ اېښی وايي چې هغوی له تاوتریخوالي څخه تر پوزې راغلي.

د هغوی داستانونو له یو بل سره اوبدل شوي، دغه کار ما ته د دې هیله راکوي چې په راتلونکو میاشتو کې ډېریو افغانانو د سولې او پخلاینې د پیاوړتیا لپاره په ټيټه کچه کې کار کړی دی.

زه هیله لرم چې دا شان هیږونکي پېښې په ورته وخت کې متفاوت او هیله ورکوونکي، به وتوانېږي ترڅو خپل تاریخ بدل کړي. هرکله چې یو نر او یا یوه ښځه د سولې لپاره پورته کېږي او هڅه کوي سولې ته ډالۍ ورکړي، دا کار زموږ ټولو ته د ښه خبر زیری راکوي.

افغانستان د یوه ملت په توګه کولای شي یوه امن او ځلانده راتلونکی ولري.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه