Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بوډن: عدالت باید پلی شي او ښځې باید نور په وېره کې ژوند ونکړي

کال وړاندې کابل اوسیدونکو او موږ ټولو چا چې د یوه ښه افغانستان لپاره دلته کار کاوه، ټکان وخوړ. کیسه داسې وه ، چې یوه ځوانه ښځه په وحشیانه ډول د هېواد د پلازمینې په سړکونو کې د مرګ تر بریده ووهل شوه. له قانونه د ناخبرو پاریدلو کسانو یوې ډلې له ګڼې ګوڼې څخه په استفادې یوه بې ګناه نجلۍ(فرخنده) د خلکو په منځ کې ووژله.

د وژنې په وړاندې ابتدايې غبرګونونه غلي شول،خو یو شمېر زیاتو نارینه وو او ښځو، په ځانګړې توګه ځوانانو په کلکه د وژنې په وړاندې غبرګون وښود او د دوسیې د تعقیب او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې یې خپل رول ترسره کړ. ښځو په خپله د فرخندې تابوت ولیږداوو او له هغې سره یې پیوستن وښود.

د افغانستان د سترې محکمې وروستی حکم څرګندوي چې قضايي اجراات په جریان کې دي. دغې پریکړې د هغو پولیس افسرانو او ملکیانو چې مجرم نه وو بلل شوي او هغه پولیس افسران چې په کمې سزا محکوم شوي او تبرئه شوي وو هغه پریکړه رد کړه.
د دې نتیجه دا ده چې اوس نو نوي محکومیتونه او سختې سزاګانې به امکان ولري. محکمه څرګندوي چې عدالت په سمه مانا یقیني کړي. سترې محکمې څرګنده کړې چې د پولیسو د ځواب ورکوونې په اړه به نوي لوړ معیاروونه وضع شي او دشواهد او مدارکو بیاکتنه دې ترسره شي، چې عدالت په رښتینې مانا تامین شي.

موږ هیله من یوو او د دې تمه لرو، چې افغانستان به د عدالت په تامینولو کې بریالی شي او هغه پولیس افسران به وپوښتل شي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په تړاو پیښو کې په غبرګون ښودلو کې ښکیل وي. د افغانستان قانوني موسسات به په دې ډول د ښځو د حقونو څخه په ښه او چټکه توګه دفاع وکولای شی.

د افغانستان دښځې غوښتنه داده، چې په دې برخه کې ډېر کار باید وشي.

د ملګرو ملتونو د یوه غړي په توګه چې د یوې مودې لپاره په افغانستان کې کارکوم، ملګري ملتونه ژمنه کوي، چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو دحقونو، د شخړو د مخنیوي، د سولې د مذاکرو او د شخړو څخه په وروسته مهال کې دښځو د ګډون په شمول د هغوي برابره برخه اخیستنه پیاوړې او ډاډه کړي. افغانستان د نړیوال قانون له مخې ژمن دی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، او د تاوتریخوالي په وړاندې د غبرګون ښودلو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

د ښځو لپاره عدالت باید د وړیا قانوني مرستو د برابرولو، په محکمو کې د استازیتوب، د تاوتریخوالې د قربانیانو د ساتنې لپاره د کافي ګامونو دپورته کولو اود سرپناه د برابرولو په ګډون ټولو برخو کې خوندي شي.

د ښځو په حقونو باندې د تېریو لپاره معافیت باید پای ته ورسېږي، د ټولو بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پطښې باید په سمه توګه وڅېړل شي، تعقیب شي او عاملینو سره یې قانون چلند وشي او سزا ورګړل شي.

ښځې لاهم په افغانستان کې ساتنې او ملاتړ ته اړتیا لري او تراوسه هم په عامه ځایونو کې زیانمنونکي دي. دا د هر افغان دنده ده څو یقیني کړي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه ځي، ښځې په ټولنه کې بشپړه ونډه لري او نجونې کولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي او بې له ډار او وهمه وده او پرمختګ کوي.

د فرخندي له غمجنې وژنې ورسته هیله من یم، چې د ښځو د ساتنې لپاره نور مثبت ګامونه پورته شي او د حکومت او قضايې سیسټم پیغام او اراده به په ټول افغانستان کې واوریدل شي.

د افغانستان لپاره د ملګړو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک بوډن

کال وړاندې کابل اوسیدونکو او موږ ټولو چا چې د یوه ښه افغانستان لپاره دلته کار کاوه، ټکان وخوړ. کیس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه