Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي سر ورکی

موږ چېرې روان یو؟

د نوي اساسي قانون څخه دولس کاله او د نوي ملي یوالي حکومت له جوړېدو یو نیم کال تېريږي. سیاسي پوهان ل هم په دې نه پوهېږي چې څه ډول په خپل منځ کې سیاسي ځواک ووېشي. لږ تر لږه ۱۵۰ زره کسان هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ووژل شول، خو د دښمن لپاره روښانه تعریف لا هم نشته.

د ډهلي او اسلام آباد، تهران او ریاض، مسکو او انقرې په سرکونو کې د افغانستان بهرنی سیاست پرېشانه دی او په کابل کې د روښانه لارې لپاره هېڅ څراغ نه لیدل کېږي.

آیا موږ په « ملي سرګردانۍ » کې یو؟

د یو شمېر بهرنیو ترڅنګ د افغانستان په کورني سیاست کې د عواملو شننې ترڅنګ، کېدی شي چې موږ سره څه نا څه د دغه پوښتې ځواب ته د رسېدو په موخه مرسته وکړي.

سیمه او له هغې ها خوا

امریکا د یوه لوی پوځي ځواک په توګه، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې افغانستان کې یې حضور درلود، او د دغه هېواد د راتلونکې په اړه ناخوښ پیغامونه خپروي.

په وروستۍ کې د امریکا اطلاعاتو ملي بنسټ رئیس جېمز رابرټ کلېپر د افغانستان سیاسي نظام له نسکورېدو خبر ورکړ او مخکې له هغې امریکایې جنرالانو په راتلونکي پسرلي کې د کابو ۱۰ ولایتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چې له ولکې به ووځي.

ورسیه چې د نړۍ یوه ځواک په توګه یې له طالبانو سره یې تاریخي دښمني درلوده په جیو سټراتيژیکو او امنیتي شننو کې یې د خپلو سوېلي پولو نا امنه کولو لپاره طالبان د نیابتي جګړې یوه پروژه بلله، نن وایې چې له طالبانو سره ګډې ګټې لري د داعش پر وړاندې په جګړه کې به ترې کار واخلي.

د دغه دریځ غوره کولو معنا څه ده؟ یعنې طالبانو یو نوي اخیستونکی له سیمي بهر ـ یو زبر ځواک او یو اوسنی ځواک ـ پیدا کړی دی او اوس د یوه نوي اخیستونکي په نیابت به جګړې ته دوام ورکوي.

پاکستان د طالبانو اصلي مشتري، د طالبانو مشر ملا عمر تر مړیني وروسته یې هڅه دا وه چې جګړه زوروره کړي تر څو په څو ډلو د طالبانو له وېشل کېدو مخنيوی وکړي. که هرڅه د جګړې تبه لوړه شي، د ملا منصور د ځواکمنتیا لامل کېږي چې اوس مهال د طالبانو یوې ډلې مشر او آی اس آی سره نېږدې اړیکې لري. پاکستان پوهېږي چې له داعش سره په لوبه کې به اصلي کارت د اسلام آباد او راولپنډۍ په لاس کې نه وي.

سعودي، ترکیه او د خلیج هېوادونه به د دغه لوبې اصلي لوبغاړي وي. پاکستان د سړې جګړې د وخت پر خلاف، منځینۍ آسیا او د روسیې پولو ته د نا امنیو او ترهګري کې ځان شریک نه بولي. دا پروژه د خلیج هېوادونو او ترکیې پروژه ده.

خو د داعش په اړه. اوس ډېر اسناد او شواهد شته چې ښیې له داعش سره په ترکیه، سعودي او خلیج هېوادونو کې یو شمېر کړۍ همکاري کوي. له یوې خوا د ترکیې او روسیې ترمنځ د اړیکو ترېنګتیا له بلې خوا د ایران او سعودي ترمنځ، سیمه کې له مخکې ډېرې ستونزې او د نیابتي جګړې میدان ګرځېدلی دی. داعش په مرکزي آسیا کې د فکري ځای څښتن شوی دی او د فرغانې دره(چې د ازبکستان یو شمېر شیمې، تاجکستان او د قرغز جمهوري کيږي) د داعش لپاره د سرتېرو نېونې او د فکري تلقین سیمه ګرځېدلې ده.

د روسیې مخالفان نه دي توانېدلي چې په سوریه کې د دغه هېواد ګټو ته زیان ورسوي.اوس داسې اټکل کېږي چې د جګړې لمن منځنۍ آسیا، قفقاز او د روسیې سویلي پولو ته راکاږي. د دغه موخې لپاره د افغانستان غرونه او درې د آزمویښت لپاره سنګرونه دي. په تېر مني کې د کندز نسکورېدل او په همدې اړه د روسیې شننې باید وکتل شي.

د افغانستان دولت په یمن کې د جګړې پر مهال له سعودي عربو ملاتړ اعلان کړ او په دې سره یې ښکاره کړل چې تر اوسه یې په سیمه کې د داعش ستونزه نه ده درک کړې. له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په نامالوم حالت کې دي.

دا ټول ښکاره کوي چې دغه بهیر یو لوی نړیوال او سیمه‎ییز بهیر دی چې په افغانستان کې روان دی. یوازې کولی شي چې د یوه روښانه او ځواکمن دولت د دغه بهیرونو چټکوالی کم کړي.

کورني عوامل

په کور د ننه نه سمبالتیا او د دولت نه ضعف د «دولت» د ونډې په ادا کې لامل شوې ده چې دا نړیوال تضاد افغانستان ته را وارد شي. اوس د افغانستان سیاسي ټیکاو او د هېواد امنیتي راتلونکی تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

د کورنیو عواملو ترڅنګ؛ اړین عنصر یې د ښه حکومت نه رامنځته کېدل دي. هغه حکومت چې تر اوسه یې کابینه هم نه ده تکمیل شوې، یو شمېر والیان لا هم سرپرستان دي، د بیلابیلو لاملونو له مخې اقتصاد د خرابېدو پر لور روان دی، ځوان او تحصیل کړي کسان له هېواده بهر ځي، فساد له‎پخوا څخه زیات دی، په ډېرو مواردو کې بهرنۍ سیاست نا انډول دی، طالبان په غوڅې ماتې سره بیا هم وتوانېدل چې یو مهم ښار ونیسي، د هېواد شمال او شمال ختيځ مهم مرکز د طالبانو په لاس کې دی او مرکزي دولت د دې توان نلري چې وسله‎وال وځپې او یا یې شنډ کړي.

له بلې خوا په قدرت کې شریک سیاسي ځواک لا هم نه پوهېږي چې په خپلو کې څه ډول قدرت وویشي، راضي نه د ي.
دوی چې په قدرت کې شتون لري، په دې فکر کې دي چې څه ډول خپل اقتصادي ځای لا هم پیاوړی کړي او په دې بوخت دي چې څه ډول په ښو او ګټورو پستونو کې څه ډول خپل کسان وګماري.

عامه افکار

د دفاع او جبهې حساسو پروګرامونو د تبلیغاتو په برخه کې په عامه افکارو کې ماتې خوړلې ده. یوه بېلګه یې د افغانستان پاکستان ترمنځ د امنیتي سند د لاسلیک په برخه کې وه چې غبرګونونه یې له ځانه سره لرل. که څه هم د افغانستان پاکستان او ناټو ترمنځ هم مخکې له دې ورته سند وه، خو دا ځل د دغه موضوع له افشا سره حکومت عامه افکارو په مدیریت او د خپل دریځ په دفاع کې پاتې راغی. د ملي امنیت لوی ریاست او د ملي امنیت سلاکار دفتر او ولسمشر ترمنځ د نظر توپیر دومره زیاتو وه چې آن تر رسنیو ورسید او یوه سیاسي رسوایې رامنځته کړه.

وروسته له دې چې دغه سند رسنیو کې خپور شو او د عامه افکارو فشار راوړل شو، د دې پر ځای چې دولت دغه مسوولیت ومني او د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي د دغه موضوع له منلو یې انکار وکړ چې موضوع لا پېچلي شوه او د توطئې خبره یې لا هم پیاوړې کړه. په پای کې؛ له عامه افکارو سره نه مسکلي چلند د دې لامل شو چې د دولت سیاسي مخالفین له دې حالت څخه استفاده وکړي او خپل دریځ څرګند کړي او د حکومت پروګرام یې له ماتې او رسوایي سره مخامخ کړو.

د ملي یووالي حکومت بله تبلغاتي ماته د سعودي عربستان له حکومت څخه ملاتړ وه چې د یمن په جګړه کې یې وکړ او وروسته یې خپله خبره واخېسته چې لامل یې هم په نظام کې د څو ډلو کېدو د ایران فشار له امله وو.

همداراز له هند سره د اړیکو سړښت تر دې کچې ولسمشر دغه هېواد ته له تلو ډډه وکړه له پاکستان سره د اړیکو بې کچې ګرمي وه لنډ عمر یې درلود. دغه موضع‎نېونې، د هېواد په بهرني سیاست کې د نه دوام او نه همغږي وښووله. د بهرني سیاست نه دوام، د افغانستان په شان ضعیف هېواد کې د بهرنۍ لاسوهنې لپاره زمینه برابروي، په طبیعي ډول په دې اړه کړکېچ افغانستان ته راولي.

ملي سر ورکی

موږ چېرې روان یو؟
د نوي اساسي قانون څخه دولس کاله او د نوي ملي یوالي حکومت له جوړېدو یو نیم کال ت

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه