Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یو برخلیک جوړونکی ټکی

لکه څرنګه چې فرخندې د خپل ژوند لپاره زارۍ کولې،د هغې ناسم مرګ ساعتونه دوام وکړ.

۲۷ کلنې فرخندې چې د سلګونو نرینه او ښځینو د پوهاوۍ هوډ درلود،زارۍ یې کولې او د هغې غوښتنه په بې رحمۍ سره پوره نه شوه، هغوی په بېلابېلو څیزونو لکه تختې، ډبرو او په لرګیو له بې رحمانه او وحشیانه وهلو ټکولو څخه وروسته د لسګونو سړیو په لاسه د افغانستان د پلازمېنې په زړه کې له یوه جومات څخه بهر د یوې ډلې خوا سړک ته کاږل کېږي په داسې حال کې چې احتمالا ژوندی وه له یوه پله څخه ګذار شوه او وسوځول شوه.

یرغمل کوونکو،د هغې سوځېدلي پاتې شوني د کابل په وچ سیند کې لامده کړل.

سلګونو نندارچیانو چې په بې غریتی سره ننداره کوله،او دغه زړه بوږنونکې پېښه په لېوالتیا سره ثبتوي او له ځنډ څخه پرته هغه په ټولنیزو رسنیو کې خپره وي. ځنیې د خپلو انځورونو په اړه لافې وهي، د ګوتو په شمېر کسانو هڅه درلوده چې له فرخندې څخه ملاتړ وکړي،خو ناکامه شول.

د ولسمشر غني په وینا چې د فرخندې دغه ناورینه پېښه دې وڅېړل شي، چې یو برخلیک جوړونکی وضعیت دی. د نړۍ په ګوټ ګوټ ډېریو د فرخندې لپاره د عدالت غوښتونکي شول،خو د هغوی ډېرو کمو د ځانګړو حقوقي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

راځي چې وڅېړو. دایو مسلم حقیقت دی چې فرخنده وژل شوې ده.دا هم تر یوه بریده مسلمه ده چې د دغې زړه بوږنونکې پېښې ډېری شاهدانو،هېڅ کار ونه کړ چې دوی ودروي.هغوي هم باید د ناکامې کړنې لپاره مسؤول ونیول شي.

دغه پېښه به څرنګه د قانوني تعقیب لاندې ونیول شي،تر څو نړۍ ته وښيي چې افغانستان بدلون کړی دی.

سپینې ماڼۍ ته د غني له ګټور سفر څخه وروسته، ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې په افغانستان کې به ۹ زره او ۸۰۰ سرتېري وساتل شي او ولسمشر غني د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د مارچ په ۲۵ نېټه د کانګرس د لاسونو په پړکا کې ژمنه وکړه چې د ښځو حقونو،د حقوقي نظام بدلون او د ترهګرۍ د ماتې لپاره به کار ترسره شي. په اوس وخت کې چې کوم څه چې ازمایل کېږي دا دی چې د فرخندې وژنه به د افغانستان د حقوقي نظام له خوا به څرنګه په مخ یوړل شي.

دا د پولیسو له یوې مسلې څخه ډېرې،ولسي موضوع ده او یوه ټولنیزه او نړیواله ستونزه ده چې څرنګه خلک له چوپ ملاتړ څخه محروم او خپلو ویچاړونکو کارونو ته دوام ورکړي او د افغانستان د نیمو ښځو مړینه چې په دوام دراه توګه بې مخینې پاتې ده چوپ او قرباني شوي دي.

د هغوي په سزا سره چې غیر فعال ننداره چیان وو. افغانستان کولای شي مخ په شاه یو سغاستونکی وي له هغو مسؤولیتونو څخه چې موږ یو له بل سره یې لرو او کولای شي یوه نړیواله بېلکه شي. دا کولای شي چې د دې بېلکه وي چې خلک څرنګه هوښیار وي.

وقعیت دا دی چې سلګونو بې غریته خلکو ننداره کوله چې فرخنده یې په وحشیانه توګه ووژله.په حقیقت کې واقعیت دا دی چې دا یوه نړیواله ستونزه ده او په هغه ځای کې ننداره چیان د هغوي د نه خوځښت له امله ګناه کار نه نیول کېږي.

د افغانانو قانون،نړیوال کنوانسیون چې افغانستان د هغه لاسلیک کوونکی دی او همدارنګه د انسانانو ګډې ژغورنې ته لازمه ده چې هم هغه کسان چې د فرخندې په وژنې کې یې کډون درلود او هم هغه کسان چې درېدلي او ننداره یې کوله سزا ورکړل شي.

د افغانستان د مجازاتو د قانون پر بنسټ او ۳۵۴ مادې،یو کس د یوې قانونې دندې درلودونکی دی د بېلکې په توګه د فرخندې قرباني چې روښانه ده او د اجباري مجازات شوي وژغوري.

د ننداره چیانو مجازات یوه کلۍ ده،د افغانستان لپاره یوه کلۍ، په منځي ختیځ کې د یوه مهم بېلکې جوړونې کلۍ، او د نړۍ لپاره کلۍ. د آکساف د رپوټ په بنسټ په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې افغانستان داسې هېواد دی ۸۷ سلنه مېرمنې په ټول عمر کې د فیزیکي،جنسي،رواني تاوتریخوالو،جبري ودونو قرباني دي.د عاملانو او د ننداره چیانو مجازات به یوه ټولنیز پیغام به ولري چې هر افغان د افغان مېرمنو د ساتلو ځواب ویونکی دی.

دا ډېره حیاتي ده چې د افغانستان دولت د بیاځلې لپاره ټينګار وکړي چې هغوي په ټولنه کې د هېوادوالو د ساتنې لپاره ځانګړی مسوؤلیت لري. ټولنې ته له ژمنو څخه سترګو پټولو لپاره اجازه، یوازې ګډوډې، اختلاف او د تاوتریخوالي زیاتوالي لامل شي.

دا ډېره اړینه ده چې دولت مسؤول کسان مجازات کړي نه یوازې هغه کسان چې فرخنده یې مرګ ته وکاږله،بلکه هغه کسانو چې هېڅ کار نه دی ترسره کړی او دا به د دې لامل شي چې به راتلوکې که به د ښځو په دفاع کې همکاري ونه سپموي.

دا مهمه ده چې د افغانستان تازه دولت هغه څه چې پر فرخندې راغلي دي،او پرې نه ږدي چې د ښځو ضدیت د فعالیت او کلتور ژوره رېښه چې د افغانستان د ټولنې په نفوس کې اوبدل شوې ده ملاتړ نه کړي.

له دې وروسته چې په افغانستان میلیاردونه ډالره پانګونه وشوه او په زرګونو تتو ساه ورکړې ده،دا هېواد باید پرېکړه وکړي چې څوک دی؟

په میلیونونو افغان اوسېدونکي د فرخندې په څېر د یوه هېواد وړ دي چې حقونو ته یې درناوی وشي او له هغوي څخه ساتنه وکړي او هغه کسان چې له هغوي څخه ملاتړ وکوي او هغه بې غریته چې د هغوي له دفاع څخه هېڅ څېر نه ترسره کوي.

دا د افغانستان لپاره یو برخلیک جوړونکی وضعیت دی.په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې اشرف غني د مالیې وزیر او اوسنۍ ولسمشر ډېر ځېرک وه او ویل یې" چې اوس موږ باید د واقعي نړۍ به فکر کې شو،هغه نړۍ چې په هغه ځای کې حقونه،د مسوؤلیتونو منل او ځواب ویونه لمن غوړولې ده".

د فرخندې میراث څرنګه د افغانستان برخلیک جوړونی وضعیت ګواښي. افغانستان آیا د خپلو وګړو په توګه شاته کېني، او د خپلو د ښځو د بې رحمانه وژلو ننداره چیان وي؟ او یا هم د مسوؤلیت منلو او ځواب ویلو د هغوي د مجازاتو لپاره په نېغه او یا غیر مستقیمه توګه په دغې کړنې کې دخیل دي کوم ګام پورته کوي.

یو برخلیک جوړونکی ټکی

لکه څرنګه چې فرخندې د خپل ژوند لپاره زارۍ کولې،د هغې ناسم مرګ ساعتونه دوام وکړ.۲۷ کلنې فرخندې چې د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه