Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د سلما بند ګټې اخیستنې ته چمتو شوی

د هند سفیر له دغه بنده د لیدنې پرمهال د هرات په چشت‎شریف ولسوالۍ کې وویل چې د دغه بند چارې پای‎ته رسېدلي دي او ډېر ژر به د افغانستان او هند د مشرانو لخوا پرانیستل شي.

د هند سفیر زیاته کړه چې د دغه پروژې په جوړولو سره به ستونزې اورې نشي، او اړتیا ده څو نورې سترې پروژې هم په افغانستان کې پلې شي.

په کابل کې د هند سفیر، منپریټ ووهرا وايي:«یوه پروژه نه شي کولی چې په یوازي توګه ټولې ستونزې لیري کړي؛ او دا یوه مهم پروژه ده چې کولی شي چې د افغانستان په یوه برخه کې ستونزې هوارې کړي او بريښنا او د کرنې لپاره اوبه برابرې کړي. موږ هیله لرو چې هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي د اقتصاد له پراختیا سره یې مرسته وکړي.»

ټاکل شوې وه چې د سلما بند په ۲۰۱۴ کال کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شي خو د نا امنیو له امله یې کار وځنډیدو.

د دویچه‎ولې راپور پر اساس:«د هرات ولایت په چش ولسوالۍ کې د بند سلما طرحه د داوود خان پرمهال د یوې لویې پروژې په توګه جوړه شوې وه چې ۲۵ سلنه کار یې پرمخ تلی وه خو د جګړو له پیل سره پاتې شو.»

دویچه‎وله زیاتوي:«د طالبانو له نسکورېدو وروسته نوي حکومت د سلما بند پروژه د خپل کار له لومړیتوب په توګه یاد کړ ا و د ۱۳۸۶ د کب په ۲۵مه یې د بیاځلي بنسټ ډبره کېښوده.»
اوس له کابو ۹ کلونو وروسته ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هند سفیر له دغه بنده د لیدنې پرمهال د هرات په چشت‎شریف ولسوالۍ کې وویل چې د دغه بند چارې پای‎ته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه