Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اقتصادپوهان د چابهار لاره د سوداګرۍ د نښلولو لاره بولي

هند ته به د چابهار بندر له لارې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو په پیل سره، په آسیا کې د لویو سوداګریزو او ترانزیتي فرصتونو زمینه مساعده شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پیل مهم بولي او وایي چې له دې کار سره به پاکستان د افغانستان، هند او منځنۍ آسیا د توکو د ترانزیت لویه برخه له لاسه ورکړي.

کارپوهان وايي چې د چابهار بندر لار نړیوالو اوبو ته د رسېدو لپاره افغانستان او منځنۍ آسیا ته تر ټولو نږدې لار ده او د دې بندر په کارېدو سره به د ملي عوایدو له زیاتېدو سربېره په منځنۍ آسیا کې د افغانستان ترانزیتي ونډه هم زیاته شي.

د هند؛ ایران او افغانستان د مشرانو له لورې د چابهار بندر د درې اړخیز سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک په لاسلیکېدو سره هند ته د افغانستان او د منځنۍ آسیا د شپږو هېوادونو سوداګریزو او ټرانزیټي توکو لیږدول پېل شول .

د سمه‎ییزو مطالعاتو په مرکز کې یو شمېر کارپيوهان د چابهار بندر فعالېدل د ایران د بندر عباس او د پاکستان د کراچۍ بند مناسبه بدیله لاره بولي .

دوی وايي چې پاکستان د افغانستان او هند د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر وړاندې د ستونزو په جوړولو سره دغه هېوادونه اړ کړل چې د بدیلو لارو په لټه کې شي او چابهار بندر ته مخه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدی په دې اړه وویل:«د چابهار په بندر کې یو له اصلي وضعیتونو څخه چې موږ یې ترلاسه کوو،د سیمې ستر مارکټ یعنې هندوستان ته د افغانستان د زراعتي توکو صادرات دي. په دې مانا چې له دې وروسته زموږ موټر نور په سرحدونو کې نه درول کېږي او هغه توکي چې ژر خرابېږي، بې ځایه نه درول کېږي.»

د اقتصادي چارو دغه کارپوهان د چابهار بندر فعالیدل د ملي عوایدو د زیاتېدو او د منځنۍ ؛ آسیا؛ هند او ایران تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور بولي.

دوی وايي چې د چابهار بندر له لارې د راکړو ورکړو په زیاتېدو سره به افغانستان په آسیا کې تر ټولو لوی ټرانزیټي هېواد وي او حکومت باید په سم مدیریت سره هڅه وکړي چې په سمه توګه له دغه بندر څخه ګټه واخلي .

د اقتصادي چارو کارپوه بخت محمد بختیار زیاته کړه:«د دولت لپاره دا مهمه ده چې د هغو لارو امنیت چې دغه توکي دغه بندر ته استول کېږي ټينګ کړي او د نورو اسانتیاو په رامنځته کولو سره کولای شو د دغې پروژې اهمیت څرګند کړو.»

ویل کېږي چې هند چابهار بندر د ژر فعالیت او د چابهار په آزاده سیمه کې د آسانیتاوو د رامنځته کولو لپاره ایران ته ۵۰۰ مېلیون ډالره پور ورکوي .

د اقتصادي چارو یو شمېر کار د چابهار بندر لارې ته د هند ډېره لېوالتیا د آسیا د دویم اقتصاد په توګه د منځنۍ آسیا او اروپا هېوادونو ته د لېوالتیا په مانا بولي .

هند ته به د چابهار بندر له لارې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو په پیل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه