د اپل شرکت خپل نوي ګرځنده ټلېفونونو«ایفون اېکس، ایفون ۸ او ایفون ۸ پلس» څخه مخکتنه وکړه او بازار ته یې عرضه کړل.
ایفون اېکس ټولنه پاڼه ننداریزه او لمسي ده او یوه اصلي فېزیکي ټنۍ د هغه پر مخ شتون لري،او د دې وړتیا لري چې د خپل څېښتن په لیدو سره هغه وپېژني.
دغه ګرځنده ټلېفون له څنډو څخه پرته ننداریزه مخپاڼه لري چې د هغه ټول مخ یې پوښلی او د غوږکۍ پورتنۍ برخه د مخکنی کمرې لپاره پوښل شوې ده.
ایفون اېکس ښيښهيي بدنه لري او د دغه ټلېفون مخ او څټ په بشپړه توګه ښيښهيي دی او دغه دوه ښيښې د اوسپنې په واسطه له یو بل سره نښلول شوي دي.
دغه ګرځنده ټلېفون په دوه رنګونو خړ او نقرهيي رنګ کې عرضه شوي دي.
لکهڅرنګه چې وړاندوینه کېږي د دغه ټلېفون په اړه تبلیغاتو ته په پام سره د هغه بیه به د اپل ګرځنډه ټلېفون په تاریخ کې نوی ریکارډ ثبت کړي.
د دغه ټلېفون بیه له یو ډالر تخفیف سره ۹۹۹ ډالره دی.
د اپل شرکت همدارنګه له دوه نورو ګرځنډه ټلېفونونو ایفون ۸ او ایفون ۸ پلس څخه هم مخکتنه وکړه او بازار ته یې عرضه کړل چې د د ایفون د نورو ټلېفونونو د نسل دوام دی.
د ایفون ۸ نوې ځانګړنې دا دي چې له سیم څخه پرته هم چارچېږي. ښه کمره لري، ښيښهيي بدنه، قوي لوړ ویونکي او د چټک عامل سیستم یې نورې ځانګړنې دي.