Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حسابي مجموعې؛هغه فورمول چې په بلخ کې زده‎کړیال کشف کړی

په بلخ کې یو زده‎کړیال توانېدلی چې د «حسابي مجموعو» تر نامه لاندې د ریاضي یو نوی فورمول کشف کړي.

محمد حسابي ۲۲ کلن دی، د بلخ پوهنتون، د انجنیرۍ پوهنځي د درېیم کال زده‎کړیال دی.

هغه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوس د مزارشریف په یوې شخصي شپه‎غالي کې ژوند کوي.

دا فورمول، د نړۍ فلسفې او د ریاضي په څېړنیز مرکز کې ثبت شوی دی. د دغه زده‎کړیال دا کار، د ریاضي د علم په برخه کې یو نوی ګام ګڼل کېږي.

محمد حسابي طلوع نیوز ته وویل:«زه د ریاضي په برخه کې درې لاسته راوړنې لرو چې د هغه یو ثبت شوی او دوه نور یې تراوسه ثبت شوي نه دي.»

محمد وایي، دا نوی فورمول زده‎کوونکو سره، د مثالونو، تطبیقانو په حل او د تاق او جفتو عددونو په ثبوت کې مرسته کولای شي.

دی وایي، په پوهنتونونو کې د درسي کتابونو نشتوالی جدي ستونزه ده. دی زیاتوي، دا ستونزه دې ژر حل شي.

محمد حسابي په دې اړه وویل:«د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز کوم چې د چپټر پر ځای کتاب وي، نن د افغانستان په پوهنتونونو کې چپټرونه تدریس کېږي له چپټر سره نه کېږي چې عملي موضوعګانې حل کړو.»

په همدې حال کې زده‎کړیالان وایي د دې فورمول کشف یوه لویه عملي لاسته راوړنه ده. غوښتنه کوي، چې دولت دې له محمد نه ملاتړ وکړي.

یو له دغو زده‎کړیالانو څخه محمد عارف څرګنده کړه:«له بده مرغه حکومت دغو ځوانانو ته پاملرنه نه کوي له همدې امله دغه استعدادونه پټ پاتېږي.»

د دې زده‎کړیال یو استاد وایي، محمد د سترې وړتیا خاوند دي او کولی شي د ریاضي په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.

د بلخ پوهنتون دا زده‎کړیال په ډاګه وايي، که‎چېرې له محصلینو ملاتړ وشي، کولای شي چې به بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

محمد حسابی، می‌گوید که دانش‌آموزان می‌توانند با استفاده از این فرمول، مثال‌ها و تطبیقات را حل کنند و نیز به گونۀ آسان حاصل جمع ضرب ‌زبانی را پیدا کند.

شریک یي کړئ