په بلخ ولایت کې یوه کس، د برېښنا د تولید یوه دستګاه جوړه کړې چې له هر ډول مصرف څخه پرته کولای شي ۱۲ کیلو واټه برېښنا تولید کړي.
۴۷ کلن سید نادر چې د تجربوي علومو په برخه کې له هېواده بهر زدهکړې کړي، وايي درې کاله یې پر دغې دستګاه کار کړی او د هغه د جوړېدو لپاره یې له چینايي، پاکستاني او ایراني توکو څخه کار اخیستی دی.
سید نادر پر دغې دستګاه «د برېښنا د تولید خودکاره ماشین» نوم ایښی. هغه وايي چې د دغې دستګاه د جوړېدو لپاره یې ۷۰ زره افغانۍ لګولي دي.
د هغه په وینا بازار ته د دغې دستګاه له واردېدو سره هېوادوال به په لیرو پرتو سیمو کې هم برېښنا ته لاسرسۍ پيدا کړي.
د دې دستګاه جوړونکی په مزارشریف کې د اوبو رسونې یو شرکت لري هغه وايي زیات وخت به د برېښنا له نشتوالي ستونزې سره مخ وه نو له همدې کبله یې پرېکړه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره د برېښنا د تولید دستګاه جوړه کړي.
سید نادر وویل:«موږ ډېری وختونه د برېښنا ستونزه لرله، جنراټور خرابېده، دا چې برېښنا نه وه خلکو شکایت کاوه، په دې فکر کې شوم چې نور هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې حل کړي، موږ ولې ونه شو کړای.»
سید نادر ټینګار کوي کهچېرې د دولت او یا سوداګرو له خوا یې مالي ملاتړ وشي کولای شي سترې دستګاوې جوړې کړي او بازار ته یې وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه:«کهچېرې دولت او سوداګر همکاري وکړي موږ کولای شو چې له لسګونو تر سلګونو کورنۍ د برېښنا تر پوښښ لاندې راولو.»
په همدې حال کې شنوونکي باور لري کهچېرې حکومت د دې دستګاه معیاري کېدو په برخه کې پانګونه وکړي او تولیدونکې برېښنا زیاته شي، له یوه لوري به خلکو ته د برېښنا اسانتیا برابره شي او له بل لوري به د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.
د پوهنتون استاد سیدعلي شاه په دې اړه وویل:«کهچېرې وکړای شو دا ټول دستګاوې صادرې کړو زموږ د خلکو اقتصاد به ښه شي.»
هغه زیاته کړه:«د تولید په برخه کې د دې ټولې برخې باید په افغانستان کې تولید شي او د افغانستان د تولید په توګه خلکو ته ووېشل شي له یوه مناسب قیمت سره چې خلک وکړای شي هغه وپېري او له هغه څخه استفاده وکړي.»