Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په جوزجان کې د یوه ځوان له خوا د ۹ کېمیايي فورمولونه کشف کړي

په جوزجان ولایت کې یوه ځوان چې د کېمیا او ټکنالوژۍ له پونځۍ فارغ شوی د لومړي ځل لپاره یې ۹ کېمیايي فورمولونه کشف کړي.

دغه ۲۸ کلن ځوان زلمی ناصري نومېږي، او د دوراني جدول نوي عناصر هم ترتیب کړي چې ۲۸ ځانګړنې لري او د زده‎کوونکو لپاره د اسانتیا لامل شوی دی.

هغه طلوع نیوز وویل:«یو فورمول مې چې کشف کړی پنځه ډول مرکباتو ته کار ورکوي، ۸ نور فورمولونه د اکسیجن لرونکو مرکباتو، سلفر لرونکو، حلقوي اکسیجن لرونکو مرکباتو او نور ته کار ورکوي.»

هغه د عناصرو د دوراني جدول په اړه وویل:«زده‎کړیال اړتیا نه‎لري چې ولاړ شي او څو کتابونه مطالعه کړي ترڅو یوه عنصر مشخصه پیدا کړي په حقیقت کې موږ یو کتاب په یوه جدول کې رانغاړلی چې له هغه څخه ډ‌ېره استفاده کېږي.»

د عضوي کېمیا کتاب، د کېمیاوي عناصرو فرهنګ، کېمیاوي جدول او ترسیمي هندسه د دغه ځوان اثار دي.

ښاغلي ناصري ټینګار وکړ:«هېڅکله مې خپل همت له لاسه ور نه کړ له دې سره چې تحصیلي سند لرم خو ما ته څوک دنده نه راکوي.له دې سره غواړم چې خپل هېواد ته خدمت وکړم.»

ځوانان د هېواد انساني ځواک بلل کېږي او داسې غوښتنې کېږي چې حکومت باید له دغو ځوانانو ملاتړ وکړي.

د مدني ټولنې فعاله تمنا ارزو وايي:«د خواشینۍ ځای دی چې له دغو ځوانانو ملاتړ نه کېږي او د د لامل کېږي چې دغه ځوانان له هېواده تېښته وکړي.»

اوس دا ځوان وايي د تېلو او اوبو د چاڼ دستګاه پر جوړولو کار کوي او ډېر ژر به دغه دستګاه جوړه کړي.

د عضوي کېمیا کتاب، د کېمیاوي عناصرو فرهنګ، کېمیاوي جدول او ترسیمي هندسه د دغه ځوان اثار دي. ځوانان د هېواد انساني ځواک بلل کېږي او داسې غوښتنې کېږي چې حکومت باید له دغو ځوانانو ملاتړ وکړي.

تصویر بندانگشتی

په جوزجان ولایت کې یوه ځوان چې د کېمیا او ټکنالوژۍ له پونځۍ فارغ شوی د لومړي ځل لپاره یې ۹ کېمیايي فورمولونه کشف کړي.

دغه ۲۸ کلن ځوان زلمی ناصري نومېږي، او د دوراني جدول نوي عناصر هم ترتیب کړي چې ۲۸ ځانګړنې لري او د زده‎کوونکو لپاره د اسانتیا لامل شوی دی.

هغه طلوع نیوز وویل:«یو فورمول مې چې کشف کړی پنځه ډول مرکباتو ته کار ورکوي، ۸ نور فورمولونه د اکسیجن لرونکو مرکباتو، سلفر لرونکو، حلقوي اکسیجن لرونکو مرکباتو او نور ته کار ورکوي.»

هغه د عناصرو د دوراني جدول په اړه وویل:«زده‎کړیال اړتیا نه‎لري چې ولاړ شي او څو کتابونه مطالعه کړي ترڅو یوه عنصر مشخصه پیدا کړي په حقیقت کې موږ یو کتاب په یوه جدول کې رانغاړلی چې له هغه څخه ډ‌ېره استفاده کېږي.»

د عضوي کېمیا کتاب، د کېمیاوي عناصرو فرهنګ، کېمیاوي جدول او ترسیمي هندسه د دغه ځوان اثار دي.

ښاغلي ناصري ټینګار وکړ:«هېڅکله مې خپل همت له لاسه ور نه کړ له دې سره چې تحصیلي سند لرم خو ما ته څوک دنده نه راکوي.له دې سره غواړم چې خپل هېواد ته خدمت وکړم.»

ځوانان د هېواد انساني ځواک بلل کېږي او داسې غوښتنې کېږي چې حکومت باید له دغو ځوانانو ملاتړ وکړي.

د مدني ټولنې فعاله تمنا ارزو وايي:«د خواشینۍ ځای دی چې له دغو ځوانانو ملاتړ نه کېږي او د د لامل کېږي چې دغه ځوانان له هېواده تېښته وکړي.»

اوس دا ځوان وايي د تېلو او اوبو د چاڼ دستګاه پر جوړولو کار کوي او ډېر ژر به دغه دستګاه جوړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه