Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په دوبۍ کې د هوايي ټکسي ازمایښتي بهیر پیل شو

عربي متحده امارات  غواړي چې له دغو هوايي ټکسي څخه په کار اخیستنې سره چې «ولوکوپټر» نومېږي، د عربو په نړۍ کې په هوايي لېږد رالېږد کې یو ګام مخکې وي.

دا کوچنۍ چورلکې،لومړنۍ وسیله ده چې د کسانو د لېږد رالېږد لپاره په ښاري فضا کې له هغه کار واخیستل شي.

د دغې وسیلې د الماني جوړونکي شرکت نوم هم ولوکوپټر دی.

دغه وسیله یو دوه کسیز سیټ لري.

د دوبۍ د لېږد رالېږد او واټونو ادارې رییس مطر الطایر په دې اړه وویل:«اوس فکر کوم چې یوه تاریخي ټکي ته رسېدلي یوو؛ځکه دا د محصولي جوړونې پيل دی چې د پنځو کلونو لپاره له هغه څخه کار اخیستل کېږي. خو په دغو پنځو کلونو کې، باید د جوړونې،ټکنالوژۍ او نورو برخو کې ډېر کار وشي. نه غواړو چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړو. باید ډاډمن شو چې هر څه سل په سلو کې امن دي او د ځانګړنو پر بنسټ یې ترسره کېږي.»

د دغې چورلکې لومړنۍ الوتنه، له سپرلیو څخه پرته ترسره شوه.

دغه وسیله په خپل‎سر او د پيلوټ له اړتیا څخه پرته، کار کوي.

چارواکي وايي چې دغه چورلکه ۳۰ دقیقې الوتنه کوي او دغه جورلکه له ملاتړي بطرۍ او فراشوټ سره هم سمبال ده.

د دغې وسیلې ترڅنګ امارات غواړي چې تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې، مریخ ته یوه سپوږمکۍ واستوي.

دغه هېواد همدارنګه بې چلوونکي مټروګانو او روباټي پولیس هم کارولي دي.

شریک یي کړئ