Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د کرېکټ درې یو ورځنیو لوبو کې د ایرلنډ په وړاندې لوبېږي

د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ بورډونو یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړی چې د هغه پر بنسټ د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د هېواد د کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبې خپره شوې راغلي دغه هوکړه‎لیک د چهارشنبې په ورځ لاسلیک شو.

د هېواد د کرېکټ بورډ اجرايي رییس شفیق الله ستانکزي په دې اړه وویل:«د کرېکټ درې یو ورځنۍ لوبې د افغانستان او ایرلنډ لپاره یو ښه فرصت به وي ترڅو وکړای شي له بشپړ غړیتوب څخه وروسته خپلې وړتیاوې لوړې کړي.»

هغه زیاته کړه چې دغه لوبې د کرېکټ د نړیوالۍ شورا د نړیوالو لوبو د چمتووالي لپاره به په راتلونکي کال کې ترسره شي.

هغه څرګنده کړه:«شارجه د دغو دوه لوبډلو ترمنځ د ښو لوبو شاهده وه. او دا ځل همداسې وړاندوینه کېږي.»

په ورته وخت کې د ایرلنډ د کرېکټ بورډ اجرايي رییس وارن ډیوټروم هم وویل:«دغه دوه لوبډلې د دې لپاره د یو بل په وړاندې لوبېږي چې د نړیوال جام لوبو لپاره ښه چمتووالی ولري.»

شریک یي کړئ