Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حفیظ الله ولي رحیمي د بدني روزنې او سپورټ رییس په توګه وګمارل شو

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې حفیظ الله ولي رحیمي د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس په توګه معرفي کړ.

ښاغلی رحیمي د اقتصاد په څانګه کې له هند څخه ډکټورا لري، او هغه د حکومت په لوړو پُستونو کې له هغې ډلې د سوداګرۍ په وزارت کې کار کړی دی.

له دې وړاندې، د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست د همایون خیري په غاړه وه. ویل کېږي چې ښاغلی خیري په قزاقستان کې د افغانستان د خپلواکه وزیر د مستشار په توګه معرفي شوی دی.

ولسمشر غني وايي چې حکومت په هېواد کې سپورټ او د لوبغاړو ملاتړ ته ژمن دی او د حکومت موخه دا ده چې د جګړې میدان د سپورټ په میدان بدل کړي.

ولسمشر اشرف غني وویل:«هغه ویاړونه چې زموږ لوبغاړو ترلاسه کړي، تل د افغانستان د خلکو د نېک شهرت او نېکو هیلو تمثیل یې کړی دی. په لومړۍ او وروستۍ برخه کې زموږ تمه دا ده چې سپورټ په بشپړه توګه مسلکي وي، په پرېکنده توګه له یوه داسې لیدلوري سره په مخ ولاړ شي چې د ملي پیوستون او ملي ویاړ لامل شي، ترڅو کوچني ټکي او سلیقوي چلندونه زموږ د پرمختګ خنډ نه‎شي.»

په همدې حال کې د سپورټ او بدني روزنې عمومي رییس حفیظ الله ولي رحیمي وايي، د سپورټ زیربناوې او امکانات د جګړې له امله ویجاړ شوي او په وروستیو کلونو کې سپورټ ته هېڅ پام نه‎دی شوی.

دی د سپورټ په برخه کې د شته ستونزو پرهواري ټینګار کوي.

ښاغلي رحیمي په ډاګه کړه:«هیله ده چې د سپورټ د ودې په درشل کې د خدمت چوګه شم او د ځوانانو د ودې او د اصلاحاتو د راوستو په درشل کې بنسټیز ګامونه پورته کړم.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې ولسمشر د اولمپیک په ملي کمېټه کې د رامنځته شوو ستونزو د حل لپار فرمان صادر کړی وو او د دغې کمېټې د ټاکنو په ترسره کېدو يي ټینګار کاوه.

شریک یي کړئ