Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ازادو مبارزو په سیالیو کې د ګډون لپاره د مبارز چمتووالی

ټاکل شوې ده چې بازمحمد مبارز د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۶ مه د ازادو مبارزو د نړیوالو سازمان «MMA» په سیالیو کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي.

د افغانستان دغه حرفه‎يي مبارز په بېلابېلو اسیايي نړیوالو سازمانونو کې ګډون کړی چې له اروپايي، امریکايي، روسي او د نورو هېوادونو له اتلانو سره سیالي کړې چې د مبارزې په پایله کې یې ۹ بریاوې او ۴ ماتې په کارنامه کې لري.

دغه افغان مبارز د روزنیزو تمرینونو د ترلاسه کولو لپاره ټایلنډ ته تللی او هلته په بېلابېلو برخو کې د ټایلنډي،امریکايي او برازلي نامتو روزونکو له خوا روزنه ویني.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د همدغې زیږیزې میاشت په ۲۳ مه نېټه د ازادو مبارزو له یوه نامتو روسي لوبغاړي سره سیالي وکړي، خو د هغه سیال دغې سیالۍ ته حاضر نه شو.

د هېواد د ازادو مبارزو اتل باز محمد مبارز وویل:«له نېکه مرغه تمرینونه په منظمه توګه روان دي او د راتلونکې سیالۍ لپاره مې چې د ۲۰۱۸ کال کې ده ښه چمتووالی نیولی او هیله لرم چې د هېوادوالو پر شونډو یو ځل بیا موسکا خوره کړم او د هېواد بیرغ یو ځل بیا ورپوم.»

دا په داسې حال کې ده چې د باز محمد مبارز روزنکي د هغه تمرینونو ستايي.

د مبارز روزونکی ټوني هېډمن څرګنده کړه:« فکر کوم دا یوه غوره ښېګڼه  ده چې باز محمد  لوړ فزیکي توان لري. هغه تر ډېرو هغو لوبغاړو چې دلته دي پیاوړی دی. هم په برید کولو کې ښه زړو دی او هم د ډګر په کنټرولو کې.»

د مبارز د موی تای روزونکی ټونینګ فوم وویل:« باز محمد مبارز له افغانستانه دلته راغلی او تمرین کوي . زه هغه ته د موتای تمرین ورکوم ؛هغه سهار وختې پاڅېږي او تمرین کوي، د مبارز یوازینۍ ښېګڼه دا ده چې خپلو تمرینونو ته په پرله‎پسې توګه دوام ورکوي.»

هندي لوبغاړی امیتراس وویل:«ډېر خوښ یم چې د بازمحمد تر څنګ مې د تمرینو کولو فرصت موندلی دی؛ هغه پیاوړی او سخت زیار کښ انسان دی چې د هغه تر څنګ تمرین خوند کوي.»

 ټاکل شوې ده بازمحمد مبارز په ټایلند کې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ تر پنځلسمې نېټې خپلو تمرینونو ته دوام ورکوی او وروسته د دغه سپورټ په سیالیو کې چې د جنورۍ په ۲۰ مه په عربي متحده امارتو  ترسره کېږي ګډون وکړي.

شریک یي کړئ