Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د فوټسال لوبډلې ازبیکستان ته ۴-۲ ماتې ورکړه

دننه په تالار کې د اسیا د اتلولۍ د فوټسال د سیالیو په څلورمه ورځ افغانستان ۴-۲ ازبیکستان ته ماتې ورکړه او له ۹ امتیازو سره د خپلې ډلې په لومړي سر کې ځای لري.

له بلخوا د هېواد د بسکټبال درې کسیزه ډله وتوانېده چې اردون ته ۱۷-۱۱ ماتې ورکړي او ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د قطر په وړاندې ډګر ته ولاړه شي.

خو د نجونو د درې‎کسیزه بسکټبال لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې ۲۱ -۴ له ایران څخه ماتې وخوړله.

خو د نجونو د فوټسال په برخه چې دوه لومړنۍ لوبې یې له ورته پایلو ۶- ۱ له چین او مالدیف څخه ګټلې دي.

خو په درېیمه لوبه کې بیا له ازبکستان څخه هم ۴-۰ وګټله.

د دغو سیالیو د څلورمې ورځې په پای کې افغانستان یو د سرو، یو د سپینو او ۵ د ژېړو مډالونو په ترلاسه کولو سره د ۶۴ هېوادونو په منځ کې ۲۰ ځای ګی خپل کړ.

ترکمنستان د ۵۳ سرو، ۳۷ سپینو او ۳۷ ژېړو مډالونو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای‎ګي کې دی.

ایران د ۱۰ سرو، او په تولیزه توګه د ۳۹ مډالو په لرلو سره په دویم او ازبیکستان د ۷ سرو او په ټول کې د ۵۷ مډالونو سره درېیم مقام لري.

شریک یي کړئ