Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اولمپیک ملي کمېټې د سوک وهنې څانګې مډال راوړونکي وستایل

د هېواد د اولمپیک ملي کمېټې د سې‎شنبې په ورځ د سوک وهنې د څانګې وروستیو مډال راوړونکي وستایل.

د هېواد د سوک وهنې ملي لوبغاړو په تاجیکستان کې له نړیوالو سیالیو یو د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه ترلاسه کړي وو.

دغه سیالۍ د تاجیکستان په خجند ښار کې ترسره شوې.

 په دغو سیالیو کې خیبر نورستاني د افغانستان لپاره د سپینو زرو او افتخار صافي او فواد وتوانېدل چې د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.

د سوک وهنې د ملي لوبډلې لوبغاړي خیبر نورستاني وویل:«موږ دغه پروګرام ته دوام ورکوو ترڅو یو ستوری دوه شي، او درېیم ستوری ترلاسه کړو او هغه کسان چې یو ستوری لري را دې شي. موږ وړاندیز کوو چې یو یا دوه روزونکي دې راشي زموږ حکم کوونکو ته دې هم روزنه ورکړي ترڅو فډراسیون له ملي کچې نړیوالۍ هغې ته ورسېږي.»

په دغو سیالیو کې د افغانستان د لوبغاړو په کاروان کې، څلورو لوبغاړو، یوه روزنکي او یو پلاوی شامل وه.

د یادولو ده چې د هېواد ملي لوبغاړو په دغو سیالیو کې له حضور څخه وړاندې ۱۰ ورځې یې په دغه هېواد کې د چمتووالي تمرینات ترسره کړي وو.

شریک یي کړئ