Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بند امیر لوبډلې د کرېکټ د شپږيزې لیګ پنځم پړاو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرېکټ د شپږیزې لیګ په وروستۍ لوبه کې چې نن (جمعه د وږي په ۳۱ مه) په کابل کې ترسره شوې وه، د «بندامیر» لوبډلې د «مس عینک» لوبډلې ته له ماتې سره د دغه لیګ اتله لوبډله شوه.

په دغو سیالیو کې د هېواد له شپږو حوزو شپږو لوبډلو ګډون کړی وه.

په کابل کې د کرېکټ لوبغالی،  هغه ځای چې د کرېکټ په زرګونه مینه وال ورته راغلي او د شپږیزې کرېکټ لیګ د پنځم پړاو پای لوبه ننداره کوي.

د میس عینک او بند امیر لوبډلو پای لوبه کوله، خو په پایله کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ سره بند امیر لوبډلې د څلورو منډو په توپیر سیالۍ وګټله او د شپږیزې د سږني اتلولي یې خپله کړه.

د بند امیر لوبډلې غړی شاهد کمال وویل:«دا ځل ډېر ښه ټورنمنټ وه.»

د مس عینکو لوبډلې لوبغاړی جاوېد نوري زیاته کړه:«ډېره جالبه لوبه وه؛ځکه چې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه.»

په دې ځای کې د سولې عالي شورا  مشر کریم خلیلي هم د لوبو پر اهمیت خبرې کوي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:«زموږ ټول خلک، له سولې ملاتړ کوي، له جګړې کرکه لري او د هېواد په ساتنه ژمن دي خو هېڅکله د جګړې پلویان نه دي. جګړه پر مو تپل شوې، یقیقاً زموږ لوبغاړي په دې لړ کې مخکې دي.»

په وروستۍ لوبه کې، بند امیر ۱۵۸ منډې ترسره او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۹ منډې موخه وټاکله خو مس عینک لوبډلې دغه هدف پوره نه شوای کړای.

د شپږیزې لیګ ۵ پړاو لومړنی لیګ دی چې په هغه کې ۳۰ بهرني لوبغاړي او روزنکي ګډون کوي.

شپږیزه کرېکټ لیګ کې د هېواد شپږو زونونو نه شپږو لوبډلو ګډون کړی و، چې بهرني لوبغاړي هم په‎کې و.

د شپږیزه کرېکټ لیګ ۵ پړاو په یوولسو ورځو کې پا ته ورسېد.

د شپږیزې لیګ ۵ پړاو لومړنی لیګ دی چې په هغه کې ۳۰ بهرني لوبغاړي او روزنکي ګډون کوي. د شپږیزه کرېکټ لیګ ۵ پړاو په یوولسو ورځو کې پا ته ورسېد.

شریک یي کړئ