د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو د سیالیو په دویمه اوونۍ کې شاهین اسمايي ۲ – ۰ د عقابان هندوکش په وړاندې په ګونډو شوه.
شاهین اسمايي لوبډلې لوبه ښه پیل کړه خو عقابان هندوکش په لومړیو شېبو کې ګول وواهه.
د شاهین اسمايي لوبډلې د ګول ساتونکي کاوش حیدري د تېروتنې له امله زین الدین شریفي د لوبې په دویمې دقیقې کې ګول وواهه.
له دغه ګول وروسته شاهین اسمایي لوبډلې پرلهپسې هڅه وکړه چې دا ګول جبران کړي خو په ۴۳ دقیقه کې عقابان هندوکش خپل دویم ګول هم وواهه.
دا ځل زمری سالنګي وتوانېد چې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول ووهي او د لوبې لومړۍ نیمايي دوه صفر د عقابان هندوکش په ګټه پای ته ورسېد.
شاهین اسمایي لوبډلې دویمه نیمايي ډېره پياوړې پيل کړه، په ۶۸ دقیقه کې شاهین اسمايي ګول وواهه خو لوبڅار د افساید غږ وکړ او دا ګول ونه منل شو.
د لوبې په دوام کې بل ګول ونه وهل شو او شاهین اسمايي لوبډلې ۲- ۰ ماته وخوړه.
د دغو لوبو په دوام سره د جمعې په ورځ به د میوند اتلان د اباسین څپې په وړاندې د لوبې ډګر ته ور ودانګي.