د لومړي ځل له پاره د کلاس فرست یا لومړۍ درجه سیالۍ د څلور ورځنیو سیالیو په چوکاټ او د کرېکټ نړیوالې شورا تر څار لاندې پیل شوې.
په دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د هېواد د کرېکت بورډ مشر د کرکټ ټول نړیوال قوانینو په پلي کولو ټينګار کوي او زیاتوي هغه کسان چې له قوانینو سرغړونه کوي باید قانوني چلند وسره وشي.
د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل څرګنده کړه:«د هېواد د کرېکت بورډ له دې وروسته لومړی د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو مسولیت لري چې باید ورته کار وشي او موږ کوښښ کوو چې د لوبغالي د جوړېدو لپاره ځمکه ترلاسه کړو.»
د هېواد د کورني کرېکت مسوول دولت احمدزي وویل:«فرست کلاس یا لومړۍ درجه سیالۍ هغه لوبې دي چې د هغه لوبغاړي د نړۍ په معتبرو لیګونو کې لوبه کولای شي او دغه سیالۍ د کرېکت د نړیوالۍ شورا لپاره ځانګړی حثیت لري.»
دغه سیالۍ د هېواد د زونونو په کچه د لوبډلو ترمنځ د کابل، خوست، ننګرهار د کرېکټ لوبغالو کې ترسره او یوه میاشت به دوام پيداکړي.