Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي پوځ د سرتېرو ترمنځ د «ټورنټو» د غوراوي سیالیو پیل

د ټورنټو د نړیوالۍ سیالۍ د غواروي سیالۍ، د شنبې په ورځ (د غوايي په ۲۳ مه) په کابل کې د پرېکنده ملاتړه مأموریت په قومندانۍ کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې،د ملي پوځ ۷۰ سرتېري چې په هېواد کې د جګړو په پایله کې ټپيان شوي دي، ګډون کړی او ټاکل شوې ده چې د والېبال او وزن اوچتونې په څانګو کې سیالۍ وکړي.

ریاض چې یو نیم کال د ملي اردو په لیکو کې سرتېری وه، لس میاشتې وړاندې په هلمند ولایت کې ټپي شو او اوس د ملي اردو د دغو ټپیانو په ډله کې د وزن پورته په برخه کې لوبه کوي.

هغه په دې اړه وویل:«موږ له دولت څخه غواړو چې موږ ته د سپورټ لپاره ډېرې زمینې برابرې کړي؛موږ چې له هېواده دفاع وکړه،اوس بل کار نه شو کولای.»

هزارګل په دغو سیالیو کې یو بل ګډون کوونکی دی هغه چې خپلې دوه پښې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي، د والیبال په سیالیو کې ګډون کړی او هیله لري چې د کاناډا نړیوالو لوبو ته لار پیدا کړي.

د ملي پوځ دغه سرتېری په دې اړه وايي:«موږ چې لاس او یا هم پښې نه‎لرو، زموږ د بدن نورې برخې سالمې دي او تمه لرو چې په دغو سیالیو له ګډون سره، نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا کړو.»

د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان د دغو سیالیو په پیل کې له افغانستان سره د امریکا او نړیوالۍ ټولنې د اوږد ‎مهاله مرستو په اړه ډاډ ورکړ. هغه همدارنګه،د ملي پوځ دغه ټپيان د افغانستان اتلان وبلل.

د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جنرال جان نېکولسن په دې اړه وویل:« موږ ستاسو له ځواکونو سره په جدي توګه کار کوو، ترهګرۍ ته ماته ورکوو. موږ کار کوو چې له فساد سره مبارزه وکړو او ستاسو د هېواد لپاره د تاسو په شان  مشر جوړ کړو. تاسو د حکومت، خپل ولسمشر او همداراز د نړیوالې ټولنې ملاتړ لری او موږ به سره یوځای بریالي شوو.»

 د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو کړنې ستايي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه:«زموږ یو له لومړیتوبونو څخه به دا وي چې ستاسو ژوند او همدارنګه د هغو کسانو کورنیو ته چې د هېواد د ساتنې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، پاملرنه وکړو.»

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو د ګډون کوونکو له ډلې، ۷ تنه د کاناډا ټورنټو سیالیو ته غوره شي.

ټاکل شوې ده چې د کاناډا د ټورنټو سیالۍ د تلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي او په هغه کې به د نړۍ له ۱۷ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړي ګډون وکړي.

شریک یي کړئ