Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موی‎تای ملي لوبغاړي له نړیوالو سیالیو ۶ مډالونو سره راستانه شول

د هېواد د موی‎تای ملي لوبغاړو د نړۍ د ځوانانو د رزمي هنرونو د سیالیو په لومړني پړاو کې د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره نن هېواد ته راستانه شول.

په دغو سیالیو کې چې د نړۍ د ۱۱ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی وه، د افغانستان لوبغاړي وتوانېدل چې درې د سرو، یو د سپینو زرو او دوه د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.

د موی‎تای ملي فډراسیون رییس امیر حسین حسني په دې اړه وویل:« د دغو نړیوالو سیالیو په قضاوت کې ښه او فعاله ونډه لرله. د افغانستان د موی‎تای د فډراسیون لپاره د ځوانانو او پېغلو وده او پیاوړتیا لومړیتوب دی.»

دغه سیالۍ په سوېلي کوریا کې ترسره شوې وې او په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ لوبغاړو، دوه حکم کوونکو (داورانو) او همدارنګه د افغانستان د سپورټي کاروان رییس ګډون کړی وه.

شریک یي کړئ