Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میوند اتلان د اباسین څپې ته ۶-۳ ماتې وکړه

د میوند اتلانو د فوټبال لوبډلې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د دویمې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې د اباسین څپې ته ۶- ۳ په پایلې سره ماته وکړه.

یوازې د لوبې ۱۲ دقیقې تېرې شوې وې چې د میوند اتلانو ۱۱ نمبر لوبغاړی امرالدین شریفي د یو ښه موقعیت څښتن شوو، او د چپې پښې په ضربه يي د اباسین څپې دوازې مخه خلاصه کړه.

له دغه ګول وروسته اباسین څپې لوبډلې په ۲۰ مه دقیقه کې د یو پنالټي څښتن شو چې په پایله کې د رحمت الله په واسطه يي یو مساوي ګول وواهه.

خو دا پایله یوازې دوه دقیقې پاتې شوه چې د میوند اتلانو ۹ نمبر لوبغاړي فیض محمد فیضي د خپل ټيم په ګټه دویم ګول ترسره کړ. چې پایله دوه پر یو شوه.

د لوبې په ۲۸ مه دقیقه کې میوند اتلانو لوبډله د یو پنالټي څښن شوه او د امرالدین شریفي په واسطه يي دویمي ګول ترسره کړ.

خو دا د لوبې پای نه وو او د لوبې په ۴۴ مه دقیقه کې بیا هم میوند اتلان د یو پنالټي څښن شو چې د لوبې پایله يي ۴ - ۱ شوه.

په همدې اړه د لوبې به ۴۹ مه دقیقه کې بیاهم امرالدین شریفي د میوند اتلانو لوبډلې په ګټه يي ۵ م ګول ترسره کړ.

د لوبې په ۶۲مه دقیقه کې فیض محمد فیضي شپږم ګول ترسره کړ خو په ۷۲مه دقیقه کې بیا داباسین څپې لوبغاړي حسیب الله نورستاني دویم ګول ترسره او پایله شپږ پر دوه شوله.

د میوند اتلان په دغه بریا سره ۶ امتیازونه ترلاسه کړل او د دې لوبډلې لوبغاړی امرالدین شریفي د څلورو ګولونو په وهلو سره د مخکښ لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

شریک یي کړئ