Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ لوبډله د لویو وچو جام سیالیو اتله شوه

د هېوا د کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ د لویو وچو جام سیالیو کې د عربي متحده اماراتو په وړاندې په خپلې وروستۍ لوبه کې د ۱۰ ویکټو په توپیر سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دغې سیالۍ کې، د هېواد ملي لوبډلې د لوبې لومړنۍ پاڼۍ له توپ وهنې سره پیل کړه او وتوانېده چې د ۹ لوبغاړو له سوځېدو سره، ۵۱۰ منډې ترسره کړي.

د توپ وهنې په برخه کې، د ملي لوبډلې لپاره احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی او اصغر ستانکزی ښه وځلېدل او هر یو یې وتوانېد چې څه باندې سل منډې جوړې کړي.

خو د توپ اچونې په برخه کې د سیالۍ لوبډلې لپاره احمد رضا ښه وځلېد او وتوانېد چې پنځه تنه افغان لوبغاړي وسوځوي.

عربي متحده اماراتو په لومړۍ پاڼه او د توپ وهنې په برخه کې،لوبه بده پیل کړه او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې.

د ټوپ وهنې په برخه کې د اماراتو د لوبډلې لپاره شمیم انور ښه وځلېد او وتوانېد چې ۸۵ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړي.

خو د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان د کرېکټ لپاره، ظاهر خان او راشد ارمان ښه وځلېدل او وتوانېدل چې درې درې لوبغاړي وسوځوي.

د اماراتو لوبډلې د دویم ځل لپاره په توپ وهنه پیل وکړ او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره وتوانېده چې ۳۳۱ منډې جوړې کړي. او د توپ وهنې په برخه کې چراخ سوري ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې جوړې کړې.

په مقابل کې د توپ اچونې په برخه کې د ملي لوبډلې لپاره راشد ارمان ښه توپ اچونه وکړه او وتوانېد د سیالۍ لوبډلۍ ۵ لوبغاړي وسوځوي.

د هېواد ملي لوبغاړو د توپ‎وهنې په دویمه پاڼۍ کې وتوانېدل چې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته، ټاکل شوې موخه ترلاسه او د لویو وچو جام سیالۍ اتلولي خپله کړي.

د دغو سیالیو په پای کې راشد خان د ۸ ویکټو په ترلاسه کولو سره د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

شریک یي کړئ