Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې نن (شنبې د غرمومې په ۲۳ مه) وتوانېده چې د کرېکټ د ۱۹ کلنو ځواکونو په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړي.

په دغې لوبه کې د پاکستان ملي لوبډلې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۸۹ منډې هدف وټاکه.

خو دغه ورکړل شوی هدف د افغان لوبډلې له خوا په ۴۷ اورونو او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ.

په دغې لوبه کې افغان لوبغاړي دروېش رسولي وتوانېد چې ۷۸ منډې ترلاسه کړي چې دا لوبغاړی د مسلکي کدر له خوا د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.

ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به د دغو سیالیو په خپله دویمه لوبه کې د چهارشنبې په ورځ د سریلانکا په وړاندې ډګر ته ورودانګي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا جام په سیالیو کې هم پاکستان ته ماتې ورکړي وه او اتلولي یې خپله کړې وه.

شریک یي کړئ