Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ۱۹کلنه کرکټ لوبډله د اتلولۍ له جام سره راستنه شوه

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو د کرکټ لوبډله بنګله‎دیش ته له ماتې ورکړې وروسته (د تلې۱۶مه) هېواد ته راستنه شوه.
افغان لوبډلې په پنځمه لوبه کې بریا خپله کړه او له دې سره یې له کوربه د اتلولۍ جام خپل کړ.

د کرکټ بورډ پراختیايي برخې مسوؤل، بشیر ستانکزی وايي:«د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته موږ نړیوالو ته ښکاره کړه چې دا زموږ حق وه او ومو کولی شول چې بنګله‎دیش ته په خپل کور کې ماته ورکړو.»

د دې لوبدلې لوبډل مشر، نوین‎الحق زیاتوي:«موږ له بنګله دیش سره پنځه لوبې وکړې او درې مو وګټلې تر څو اسیایي لوبو ته ښه چمتوالی ولرو.»

د کرکټ لوبغاړی، درویش رسولي څرګندوي:«اوس چې د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب لرو، ښه لوبډله یوو او هڅه کوو چې آسیايي او نړیوالو لوبو کې هم ښه لاسته راوړنې ولرو.»

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډله به له دمې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې کابل کې د هېواد حوزوي ټیمونو ترکیب په موخه څلور ورځنۍ ټسټ لوبې ترسره کړي.

بنګله‎دیش کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلې وه، دویمه یې د باران له امله بې پایلې اعلان شوه او درې نورې لوبې افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټلې

شریک یي کړئ