Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ په نړیواله شورا کې له بشپړغړیتوب څخه د کرېکټ بورډ هرکلی

د هېواد د کرېکټ بورد د «کرېکټ نړیوالې شورا »کې د بشپړغړیتوب ترلاسه کول د افغانستان لپاره یو تاریخي او ستره لاسته راوړنه بولي.

د هېواد د کرېکټ بورد رییس عاطف مشعل وايي چې افغانستان په لنډه موده وتوانېد چې دغه ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړي او دا د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ ښودنه کوي.

ښاغلي مشعل په دې اړه وویل:«د افغانستان لپاره دا غړیتوب چې د کرېکټ یو ځوان هېواد دی،ستر خبر دی. او موږ د کرېکټ له نړیوالې شورا او د هغوی د غړو له ملاتړ څخه ستاینه کوو،او موږ به هڅه وکړو چې افغانستان په دغې لوبه کې پرمختګ وکړي.»

د کرېکټ نړیوالې شورا تېره ورځ په لنډن کې په خپله کلنۍ غونډه کې،د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ بورډونو ته د دغه شورا بشپړغړیتوب ورکړ او همدارنګه دغو دوو هېوادونو ته حق ورکړ چې په ټسټ لوبو کې ګډون وکړي.

اوس افغانستان کولای شي چې د راتلونکو ۸ کلونو لپاره، د کال ۴ اعشاریه ۲۰۰ زره مېلیونه ډالره د کرېکټ له نړیوالې شورا تر لاسه کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا رییس ډېویډ ریچارډسن هم وویل:«دغه بورډ له اکثریتو رایو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ بورډونو ته،د کرېکت د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب ورکړي.»

افغانستان په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د درېیمې درجې غړیتوب سره خپل کار پیل کړ خو د دغه هېواد لوبغاړو له ښه ځلېدو سره په ۲۰۱۳ کال کې دغه هېواد ته دویم درجه غړیتوب ورکړل شو.

دم‎ګړۍ په ټوله نړۍ کې ۱۲۳ هېوادونه د کرېکټ لوبه کوي چې ۴۴ هېوادونه یې په رسمي ډول د کرېکټ په نړیواله شورا کې ثبت او راجستر دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه