Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د روسیې چمتووالی

روسي چارواکو د سې‎شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د کوربه توب لپاره د دغه هېواد ۱۲ لوبغالي چمتو دي.

د دغو چارواکو په وینا، د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو «فیفا» پچه اچونه ترسره شوې ده او۳۲ هېوادونو د ګروپي پړاو په سیالیو کې خپلې لوبډلې پېژندلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه لوبغالي له وړاندې چمتو شوي دي.

په مسکو کې د اسپارټاک لوبغالی، په سوچي کې فشټ، کازان او سینټ پټرسبوګ د روان زیږدیز کال د جون او جولای په میاشتو کې، د ۲۰۱۷ کال د «فیفا» د ټولو سیالیو کوربه‎توب وکړ.

د هغه رپوټ پر نبسټ چې فیفا په خپل وېب‎پاڼه کې خپور کړی، د چمتووالي وروستی پړاو په اوه نورو لوبغالو کې نیول شوي دي او ډېر ژر به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ملاتړو هرکلی وکړي.

د نړیوال جام لومړۍ سیالۍ به د جون په ۱۶ مه د کالینینګراد په لوبغالي کې د کرواسي او نایجریا ترمنځ ترسره شي او دم‎ګړۍ دغه ځای د سیالۍ د ترسره کولو لپاره ۹۰ سلنه چمتو شوی دی.

شریک یي کړئ