د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو د دویمې اوونۍ د لوبو په دوام سره سیمرغ البرز د اباسین څپې ته ماته ورکړه.
لوبه د اباسین څپې لوبډلې پیل کړه.
د لوبې لومړۍ نیمايي له کوم ګول څخه پرته او په مساوي توګه پای ته ورسېده، خو د لوبې دویمه نیمايي هم د لومړۍ په څېر ترسره شوه، بالاخره د لوبه اضافي وخت ته ووتله چې د سیالۍ په ۹۲ دقیقه کې د سیمرغ البرز یوازینی ګول حیات سلمي وکړ.
د دغو سیالیو په دوام سره سبا به د شاهین اسمايي لوبډله د عقابان هندوکش په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي او په دغې لوبې په ژوندۍ بڼه له طلوع او لمر ټلوېزیونونو څخه خپرېږي.