Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیمرغ البرز او شاهین اسمايي نن شپه سره لوبېږي

ټاکل شوې ده چې د سیمرغ البرز او شاهین اسمايي لوبډلې، د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په چوکاټ کې، نن شپه (پنجشنبې د تلې په ۲۰ مه) ۵:۳۰ دقیقې د هېواد د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې،د سیالۍ ډګر ته وردانګي.

د سردار محمد داوود خان له حکومت څخه وروسته، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د فوټبال سیالۍ د شپې له خوا ترسره کېږي.

د فوټبال د فډراسیون چارواکي وايي چې د لوبغالي د چراغونو د لګولو کار بشپړ شوی او نن شپه د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز لوبډلې،د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو د تګ په لوبه کې د همدغو څراغونو د رڼا لاندې لوبه وکړي.

د هېواد د فوټبال د فډراسیون چارواکو پر وینا، د نیمه پای لوبې د تګ او راتګ لوبې او د افغانستان د فوتبال د غوره لیګ پای لوبې هم د شپې له خوا ترسره کېږي.

د هغوی په وینا، چې د دغه سپورټي لوبغالي څراغونه د فیفا په معیارونو جوړ شوي دي.

شریک یي کړئ