Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهزاد له یوه کال لیرېوالي وروسته بېرته د کرېکټ ډګر ته راستون شو

د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د کرېکټ له ډګره د یوه کال لیرېوالي وروسته، نن په رسمي توګه بېرته د هېواد په کرېکټ بورډ کې خپل تمرینونه پيل کړل.

محمدي د تېر کال په لومړیو کې، د منعه شویو درملو د کارونې په دلیل، د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا، په لوبو کې له ګډون څخه بې برخې شوی وه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله، د راتلونکې میاشتې په پنځمه، په متحده عربي اماراتو کې د زېمبابوې په وړاندې ډګر ته ورودانګي.

ټاکل شوې ده چې شهزاد د زېمبابوې په وړاندې لوبه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ترکیب کې شهزاد محمدي هم وي.

شهزاد وايي چې د دغو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله، د زېمبابوې ملي لوبډلې سره له لوبې وروسته، د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره زېمبابوې ته ولاړه شي.

شریک یي کړئ