د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو د درېیمې اوونۍ د سیالیو په لړ کې نن سپین غر بازانو ۱-۰ موج های امو ته ماتې ورکړه.
په دغه سیالۍ کې د سپین غر بازانو لوبډله د لوبې په ۱۳مه دقیقه کې د یوپنالټۍ څښتن شو او د غلام حضرت په واسطه يې د موجهای امو پر دروازه ګول وواهه.
د لوبې په دوام سره دواړو لوبډلو د ګول وهلو په موخه هڅې ګړندۍ کړې خو یو لوبډله هم په ګول وهلو بریالی نه شوه او نیمه پای لوبه د یو پر صفر په پایلې سره پای ته ورسېده.
دویمه نیمايي د سپین غر بازانو ښه پيل کړه خو بیا هم پایله یو پر صفر د سپین غر بازانو په ګټه پای ته ورسېده.
د دې سیالیو تر دریمې اوونۍ پورې د میوند اتلانو له لوبډلې څخه امرالدین شریفي شپږ ګوله وهلي او په ګول وهونکو کې تر ټولو مخکښ دی.