Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مهدي نوروزی او فوټسال کې یې سفر

د هېواد فوټسال لوبغاړی، مهدي نورزی ۱۳۷۵ هجري لمریز کال په سرپل ولایت کې سترګې نړۍ ته پرانیستي او اته کلنۍ کې کله چې ایران کې کډوال وه، فوټسال لوبې ته مخه کړه.

په فوتسال کې د نوروزي وړتیا ته په کتو سره ۱۳۹۴ کال کې د ایران فني کادر هغه ملي لوبډلې ته ورباله.

د هېواد فوټسال ملي لوبډلې روزونکی، عبدالرازق ممرک د مهدي په اړه وايي:«مهدي له تخنیکي پلوه ډېر ښه دی او د یوه مسکلي لوبغاړي په توګه ښه مفکوره لري هره ورځ هڅه کوي چې ښه شي.»

نوروزي د هېواد په ملي لوبډله کې خپله لومړۍ لوبه له تاجکستان سره وکړه او ښه وځلید.

مهدي نوروزی څرګندوي:«په کډوالۍ کې ستونزې وي، یوه یې دا ده چې هر چېرته لوبه کولی شي، خو په کلپونو کې لوبه نشې کولی.»

مهدې د هېواد فوټسال لوبډله کې د مدافع دنده لري تر اوسه یې ۱۳ لوبو کې ګډون کړی او د خپلې لوبډلې په ګټه یې یو  ګول هم وهلی دی.

د فوټسال دروازه‎ساتونکی، علي رضا قرباني د مهدي په اړه وايي:«مهدې لوبه کې زما ملاتړ کوونکی دی د چین پر وړاندې کله چې زه مخکې راغلی وم، مهدې وتوانید چې دوه ګولونه له دروازې لیري کړي او مهدي غوره لوبغاړی دی.»

مهدي وايي چې د خپلې کورنۍ په مرسته تر دې ځایه مخې ته تلي دی او د فوتسال لوبه کې یې د اسپانیا لوبډلې لوبغاړی، ای کارډو خوښ دی.

مهدي نوروزی او فوټسال کې یې سفر

مهدي وايي چې د خپلې کورنۍ په مرسته تر دې ځایه مخې ته تلي دی او د فوتسال لوبه کې یې د اسپانیا لوبډلې لوبغاړی، ای کارډو خوښ دی

شریک یي کړئ