Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هاجر له سپورټ څخه د شجاعانه استفادې د نړیوالې جایزې ګټوونکې شوه

د افغانستان د فوټبال د ښځينه ملي لوبډلې غړې، په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو سفیره او د فوټبال د ښځینه لوبډلې «توانا» مسؤوله له سپورټ څخه د شجاعانه استفادې د نړیوالې جایزې ګټوونکې شوه.

دا جایزه د «ښځو د کشتي کج» تفریحي شبکې په واسطه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له سپورټ څخه په جګړه ځپلو سیمو کې د مبارزې لپاره استفاده کوي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون، دغې جایزې ته د هاجر رسېدل د هېواد د فوټبال په ځانګړې د ښځو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بولي.

له بلخوا د فوټبال د ښځینه لوبډلې غړې هم دغه لاسته راوړنه ستاي او له حکومت څخه غواړي چې د سپورټ د ودې او سپورټ ته د ښځو د هڅونې لپاره زمینه برابره کړي.

د مېرمن هاجر سربېره په دغې برخه کې د افغانستان د سکي لوبو تنکیو ځوانانو ډله هم «د نړۍ په اغېزناکه» برخه کې دغې جایزې ته نوماند وه خو د هغه د ترلاسه کولو لپاره بریالي نه‎شول.

له سپورټ څخه د شجاعانه استفادې نړیواله جایزه، هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له سپورټ څخه په جګړه ځپلو سیمو کې له پېچلو ټولنیزو مسایلو سره د مبارزې لپاره استفاده کوي.

شریک یي کړئ