Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د ښځو لپاره د «یوګا» لومړنی کلپ

افغان مېرمنې تل له ستونزو او کړاوونو سره ملې دي.له دې سره چې وروستۍ شمېرې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښيي.

خو داسې بېلګې هم شته چې د افغانستان او افغان مېرمنو یوه بله غښتلې څېره ښيي.

کله چې خواشیني او اندېښنه لیرې کېږي، ذهن سکون پيدا کوي، دا تمرین له ځاني ارامښت (مراقبې) سره پيلېږي، یعنې د څو شېبو لپاره په ژورو سوچونو کې ډوبېدل او له ذهنه هر څه لیرې کوي.

د یوګا سپورټ یوې لوبغاړې معصومه وايي:«کله چې ځان ارامښت (مراقبه) په ځانګړې توګه په خپل بدن فکر کوئ هرو مرو یو ډول ارامښت رامنځته کوي.»

د یوګا موخه د بدن د آرامۍ، انډول او تعادل احساسول دي.

یوې بلې یوګا کارې طاهرې وویل:« یوګا د بدن انډول ساتي، د بېلګې په توګه داسې کسان شته چې اوږې یې په ښي یا کیڼ لوري کږې وي، یوګا د بدن جوړښت ښه کوي.»

دا روزنیز مرکز د یوې مېرمنې لخوا جوړ شوی چې له اوو کلونو راهیسې په مسلکي توګه د یوګا تمرین کوي.

نوموړې د مدیریت او روغتیا په برخو کې لنډمهاله زده کړې هم کړې دي.

د یوګا کلپ مالکه فخریه وايي:«د یوګا د مرکز له جوړېدو زموږ موخه دا وه چې موږ وکړای شو له ښځو سره مرسته وکړو ترڅو پر ځان ډاډ او اعتماد یې لوړ شي او خان باورۍ ته ورسېږي.»

فخریه د دې مرکز ترڅنګ د یوه وړکتون مدیریت، د یوه سینګارتون او د وېبپاڼو د پراختیا د کوچني شرکت مشري پرغاړه لري.

خو دغو بریاوو ته په یوازې نه ده رسېدلې بلکې خاوند یې هم ورسره همکاري کړې ده.

په هېواد کې د یوې مېرمنې لخوا د مېرمنو لپاره د یوګا یوازينۍ او لومړنی کلپ جوړ شوی او دغه مېرمن له اوو کلونو راهیسې په مسلکي توګه د یوګا تمرین کوي.

شریک یي کړئ