Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د ښځو د «بولینګ» سیالیو لومړی پړاو ترسره شو

د ښځو د بولینګ سیالیو لومړی پړاو، په کابل کې د څه باندې ۱۰ ښځينه لوبغاړو په ګډون ترسره شو.

دا سیالۍ د «ښځه د ازادۍ سمبول دی» تر شعار لاندې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

د دغو سیالیو جوړونکي، د هغه د ترسره کولو موخه د ښځو د استعداد وده او هغوی ته د انګېزې ورکول بولي.

د دغو سالیو جوړونکی ادریس فاروقي په دې اړه وویل:«دا سیالۍ د بولینګ سیالیو د ودې لپاره وې او ټاکل شوې ده چې د بولینګ فډراسیون هم جوړ شي.»

د دغو سیالیو یوه بله جوړونکې نیلوفر صفر هم څرګندوي:«له دغو سیالو څخه موخه، په افغانستان کې د بولینګ وده او په افغانستان کې د بولینګ د فډراسیون جوړول دي.»

د دغو سیالیو په پای کې، عالیې لومړی مقام خپل کړ، فیروزه، او ستاره په ترتیب سره دویمې او درېیمې شوې.

عالیه وايي:«د ویاړ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره د بولینګ سیالۍ ترسره کېږي او زه پر دې ویاړم.»

له بلخوا، دد سپورټ او بدني روزنې ریاست چارواکي، دا ګام بې مخینې بولي او د ښځو پر ملاتړ تینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نرینه‎وو بولینګ سیالیو لومړنی پړاو موده وړاندې د «شام نبرد» تر نامه لاندې او د ۳۲ څېرو پر ګډون په کابل کې ترسره شوې.

دا سیالۍ د «ښځه د ازادۍ سمبول دی» تر شعار لاندې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې. د دغو سیالیو جوړونکي، د هغه د ترسره کولو موخه د ښځو د استعداد وده او هغوی ته د انګېزې ورکول بولي.

شریک یي کړئ