Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان معلولیت‎لرونکي لامبوزن دوه د زرو مډالونه ترلاسه کړل

د افغانستان نامتو معلول لامبوزن عباس کریمي  د لامبو په نړیوالو لوبو کې  د سرو زرو ۲ مډالونو ګټلو وروسته د ۲۰۱۷ زیږدیز کال نړیوال پارالمپیک لوبو ته لاره پیدا کړه.

د هېواد دغه ۱۸ کلن نامتو لامبوزن په پتنګ‎وزمه لامبو کې نن سهار(دوشنبې د غبرګولي۲۲مه) وتوانید چې په ۴۰ ثانیو کې ۵۰ متره لامبو ووهي او د امریکا  وچې لخوا په نړیوالو لوبو کې د حضور ونډه خپله کړي.

دغه اتل مخکې له دې هم په ۴۰ ثانیو کې ۵۰ متره لامبو وهلې او د سرو زرو مډال یې لاسته راوړی دی.

عباس کریمي د  ازاد او پتنګ‎وزمه  ډولو لامبو په ترسره کولو کې وتوانید د افغانستان په استازیتوب،  پارالمپیک نړیوالو لوبو ته لاره پیدا کړې ده.

له دې سره کریمي توانېدلی چې آزاده او پتنګ‎وزمه لامبو کې ښه وځلیږي او د ۲۰۱۷ زیږدیز کال پارالمپيک لوبو کې چې په مکسیکو کې ترسره کېږي، هم ګډون وکړي.

د امریکا په اندیانا کې د مکسیکو پارالمپيک لوبو سهمیې په موخه ۱۸ هېوادونو لوبغاړو په ګډون لویې ترسره شوې.

کریمي چې پرته له لاسونو زیږيدلی دی، د لامبو لومړۍ زده‎کړې یې کابل کې د قاسمي او علي حمدي تر څار لاندې ترسره کړې دي.

نوموړی پنځه کاله کېږي چې د افغانستان د معلولیت‎لرونکو لوبډلې کې لوبه کوي.

عباس کریمي د معلولیت لرونکو لامبوزنو ترمنځ په آزده او پتنګ وزمه لامبو کې دوه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل او پارالمپیک لوبو ته یې لار پیدا کړه

شریک یي کړئ