د افغانستان ملي کرکټ لوبډله د نړیوال پنځوس اوره سیالیو کې د ۶۳ منډو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ویسټانډيز ته ماته و رکړه.
په داسې حال کې ده چې ویسټ انډيز د نړیوالو شل اوریزو نړیوالو لوبو اتله ده.
په دې لیدنه کې لومړی افغانستان لوبه پیل کړه او په پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغالو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ټیم ته د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.
خو ویسټ انډیز لوبډله د ۴۴،۴ اورونو کې د ټولو لوبغالو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۹ منډې ترسره کړې او د افغانستان پر وړاندې ماته یې وخوړله.
په دې لوبه کې راشد خان ارمان ۷، ګلبدین نائب ۱ او دولت ځدراڼ د ویسټ انډیز دوه لوبغاړي وسوځول.
په دې لوبه کې راشد آرمان د لوبې غوره لولغاړی وټاکل شو.
ده په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوبډلې له ویسټ انډيز سره درې ۲۰ اوریزې لوبې هم ترسره کړې، درې ویسټ انديز او یوه هم افغان لوبډلې وګټله.
د هېواد ملې کرکټ لوبډله سبا د نړیوال ۵۰ اوره لوبې په ترڅ کې په خپلې دویمې لیدنې کې د ویسټ لنډیز پر وړاندې میدان ته به ولاړ شي.