Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «کرېکټ ټسټ» امتیاز د افغانستان لپاره څه مفهوم لري

افغانستان او ایرلنډ د پجشنبې په ورځ (د چنګاښ په لومړۍ) وتوانېدل چې د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب ترلاسه کړي او د یوولسم او دولسم هېوادونه په توګه وپېژندل شول چې کولای شي په «ټسټ» لوبو کې ګډون وکړي.

کله چې دغه پرېکړه کېده،ځینې ګمانونه وو چې دغو دوو هېوادونو د دغه شورا د بشپړغړتوب له ترلاسه کولو څخه وړاندې، باید سږکال د بشپړغړیتوب لپاره اقدام کړی وای او له «دویم درجه غړیتوب» څخه باید ارتقا کړی وای او له هغې وروسته یې بشپړغړیتوب ترلاسه کړی وای.

د پنجشنبې په شپه په لنډن کې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان او ایرلنډ د بشپړغړیتوب لپاره د کرېکټ په شورا کې د رایو صندوق کېښود او د دغه شورا غړو له اکثریتو رایو سره دغو دوو هېوادونو ته د تأييد رایه ورکړه.

د کرېکټ د نړیوالې شورا رییس دېویډ ریچارډسن د رای ګیرۍ د پایلې له اعلان سره وویل:«د کرېکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان او ایرلنډ بشپړغړیتوب مبارکي وایم.دغه بریا د کرېکټ د ودې په برخه کې د دغو دوو هېوادونو د زحمتونو له امله ده.دغو دوو هېوادونو وښوده چې کولای شي د دغې شورا نوي معیارونه بشپړ کړي نو له دې امله وتوانېدل چې بشپړغړیتوب ترلاسه کړي.»

افغانستان له دې وروسته د کرېکټ د یوه بشپړغړي لرونکي هېواد په توګه کولای شي په ټسټ لوبو کې ګډون وکړي هغه لوبې چې په دغې سپورټي څانګه کې تر ټولو لوړ معیار لري.

د دې سربېره افغانستان او ایرلنډ د بشپړغړیتوب له ترلاسه کولو څخه وروسته،د نړیوالو یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو لپاره واجد الشرایط شول.

د نړیوالې شورا د بورډ له غونډې وروسته افغانستان او ایرلنډ د هغو لسو هېوادونو په نوملړ کې ور اضافه شوې چې له دې وړاندې د کرېکت په ټسټ کې شامل وو او شمېر یې ۱۲ ته لوړ شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ په ۱۹۹۵ کې رامنځته او په ۲۰۰۱ زیږیزد کال کې د دغه بورډ د درېیمې درجې غړي لرونکي هېواد په توګه خپل کار پیل کړ خو د دغه هېواد د لوبغاړو له ښه ځلېدو سره، په ۲۰۱۳ کال کې دغه هېواد ته د دویم درجه غړیتوب ورکړل شو.

د کرېکټ په برخه کې د افغانستان پرمختګ د پام وړ دی او دغه لاسته راوړنه د هېواد د کرېکټ بورډ او لوبغاړو د هڅو پایله ده.

د کرېکټ د نړیوالې شورا په غونډه کې، د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي رییس شفیق ستانکزي وویل:«دا زموږ لپاره یو ستر ویاړ دی چې باید په تاریخ کې یې ثبت کړو.د پنجشنبې رای ګیري نه یوازې د افغانستان د لوبغاړو پر هڅو او زحمتونو د تأیید ټاپه وه،بلکې په وروستیو کلونو کې د سپورټ په برخه کې د هڅو پر تأیید ټاپه هم وه.»

اسټرالیا، نوی زیلانډ، سوېلي افریقا، زېمبابوې، وېسټ اندیز، بنګله‎دېش، هند، پاکستان، سریلانکا، انګلستان، افغانستان او ایرلنډ هغه ۱۲ هېوادونه دي چې د کرېکټ د ټسټ په نوملړ کې شامل دي.

شریک یي کړئ