Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د هېوا د کرېکت د ۱۹ کلنو لوبډلې نړیوالیو سیالیو ته د غوراوي په سیالیو کې په خپله څلورمه لوبه کې د جمعې په ورځ د مالیزیا د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۷ ویکټو او ۴۴ اورونو په توپیر سره ماتې وکړه او د نړیوال جام سیالیو ته یې ځان یو ګام ور وړاندې کړ.

په دغې لوبه کې لومړی مالیزیا توپ‎وهنه پيل کړه او د ۲۲ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې افغانستان ته ۵۸ مندې هدف وټاکه.

په دغې لوبه کې مجیب ځدران وتوانېد د سیالۍ لوبډلې ۶ ویکټې وغورځوي. همدارنګه طارق ستانکزی، یوسف ځاځی او وفادار مهمند وتوانېدل چې یوه یوه ویګټه واخلي.

افغانستان په دغې لوبه کې وتوانېد چې ورکړل شوی هدف په پنځو نیمو اورونو کې ترلاسه کړي.

د هېواد د کرېکټ لوبغاړي دوریش رسولي او نوید عبیدي وتوانېدل چې ۳۸ او ۲۲ منډې ترلاسه کړي.

مجیب ځدران په دغې لوبه کې د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د تګ په سیالۍ کې چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوې وه مالیزیا ته یې ماته ورکړې وه.

د هېواد د ملي لوبډلې راتلونکې لوبې په له سنګاپور او نيپال سره وي.

شریک یي کړئ