معصومه علي زاده او زهرا علي زاده د افغانستان د بایسکل ځغاستې دوه خویندې دي چې د فرانسې د تور البي په سیالیو کې له ښه ځلېدو وروسته دغه کلپ له خوا د هېواد د بایسکل ځغاستې له فډراسیون او کورنۍ سره له یوه کال مشورې وروسته وپېرل شوې او اوس له خپلې کورنۍ سره د فرانسې په البي ښار کې ژوند کوي.
د بایسکل ځغاستې فډراسیون رییس صادق صادقي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«موږ هغه مهال په ۲۰۱۶ کال کې د فرانسې په تور البي سیالیو کې ګډون وکړ او د هېواد د ملي لوبډلې دغه دوه لوبغاړې د یو ډېر شمېر ګډونوالو له ډلې مډال ته ورسېدې او د البي کلپ د پام وړ وګرځېدې.»
د هېواد دغو دوه غوره بایسکل ځغلوونکو پنځه کاله د هېواد د ملي لوبډلې لپاره په بېلابېلو سیالیو کې هند، فرانسې، پاکستان، قزاقستان، سوېلي کوریا او بحرین ته سفرونه وکړل چې په ټول کې یو د سرو، دوه د سپینو او یو د ژېړو مډالونه د فرانسې له البي او پاکستان څخه ترلاسه کړي.
په دې اړه مو اندونه