Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پارا اولمپیک کې د حضور لپاره د لامبوزنو چمتووالی

د هېواد د پارا اولمپيک د لامبو لوبغاړي د پارا اولمپیک په نړیوالو سیالیو کې د حضور لپاره چمتووالی نیسي.

دغه لامبوزن له درېیو میاشتو راهیسې په کابل کې سخت تمرینونه پيل کړل.د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د پارا اولمپيک د اتلولۍ نړیوالې سیالۍ د مکسیکو په کوربه توب ترسره کېږي.

د هېواد د پارا اولمپيک فډراسیون د غوره لامبوزن د سپین کارت پر بنسټ د د پاراولمپيک اتلولۍ نړیوالو لوبو ته بلل شوي دي.

دغه لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ځواکمن حضورلپاره هره ورځ چمتووالی نیسي.

محمد ملک صبر هغه لامبوزن چې د ماین د چاودنې له امله یې دواړه پښې له لاسه ورکړي، خو معلولیت نه دی توانېدلی د هغه د پرمختګ په وړاندې خنډ شي.

د هېواد دغه غوره لوبغاړی اوس د پارا اولمپيک په سیالیو کې حضور او د مډال ترلاسه کول خپله يوه هیله بولي.

له دې وړاندې د هېواد یوه بل لامبوزن عباس کریمي د امریکا د وچې د ونډه لرونکو سیالیو کې وتوانېد په دغو سیالیو کې د حضور لپاره جواز تر لاسه کړي.

د ۲۰۱۷ پارا اولمپیک د نړۍ اتلولۍ سیالی به دوه میاشتې وروسته د مکسیکو په کوربه‎توب ترسره شي.

او په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه درې لامبوزن، یو وزن پورته کوونکی، او یو بل لوبغاړی هم د پاورلفټینګ په برخه کې به حضور ولري.

شریک یي کړئ