Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې د غوره لیګ د غوراوي سیالیو پیل

د هېواد په سوېل لوېدیځه حوزه کې د افغانستان د غوره لیګ د غواروي سیالۍ،د چهارشنبې په ورځ(د غوايي په ۲۰ مه)د افغانستان د غوره لیګ د شپږم پړاو د حضور لپاره پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د نیمروز،زابل، ارزګان، هلمند، او دوه لوبډلې له کندهار څخه چې په ټول کې ۶ لوبډلې کېږي ګډون کړی دی.

دغه لوبډلې د دوو ډلو په چوکاټ کې سره سیالۍ کوي چې د دغې سیالیو په لومړۍ ډله کې د کندهار «ب» ارزګان او نیمرزو، او په دویمه ډله کې د کندهار «الف»،زابل او هلمند سره هم ډلې دي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، د کندهار «الف »لوبډله وتوانېده ۴ پر صفر ارزګان ته ماتې ورکړي او په دویمه لوبه کې بیا هم د کندهار «ب»لوبډله وتوانېده ۸ صفر زابل ته ماتې ورکړي.

دغه سیالۍ هره ورځ د «احمدشاهي په لوبغاړي» د دوو لوبو په ترسره کېدو سره ترسره کېږي او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په پای کې ۲۶ غوره څېرې د «میوند اتلانو» لوبډلې ته د افغانستان غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو کې د حضور لپاره غوره شي.

د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې د «میوند اتلانو» لوبډلې د غوراوي سیالۍ په کندهار کې پیل شوې.ټاکل شوې ده دغې سیالیو په پای کې دغې لوبډلې ته ۲۶ غوره څېرې غوره کړل شي.

شریک یي کړئ