د هېواد کرکټ بورډ د هغو لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي چې د ویسټانډيز لوبډلې پروړاندې به لوبه کوي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان د کرکټ لوبډله به د ویسټ انډيز پر وړاندې درې ۲۰ اوریزې او درې یوه ورځنۍ لوبې ولري.
د هېواد د کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېتې رئيس، نورو منګل د سېشنبې پر ورځ وویل:"ویسټ انډيز تجربه لرونکې لوبډله ده او د هېواد کرکټ بورډ هڅه کړې ده چې تجربهلرونکي لوبغاړي غوره کړي."
دی زیاتوي، ټاکل شوې ده چې د هېواد کرکټ ملي لوبغاړي له ویسټانډيز سره له لوبې مخکې به هند کې د ګریټرانویدا لوبغالي کې د افغانو روزونکو تر نظر لاندې تمرین وکړي.
د ویلو ده چې د هېواد کرکټ مهم لوبغاړی شهراد محمدي د ډوپنګ مثبتې ازموینې له امله له نړیوالو لوبو محروم دی او انګېرل کېږي دا لوبه به لاسه ورکړي.