Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۱۵کلن فوټبال ملي لوبډله د آسیايي حوزې لوبو اتله شوه

د افغانستان ۱۵کلنو فوټبال ملي لوبډلې د آسیا مرکز حوزې لوبو کې د اتلولۍ جام خپل کړ.

یادې لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته ماته ورکړه، قرغزستان او تاجکستان ته د افغانستان لوبډلې ماتې سره د هېواد د ۱۵ کلنو فوټبال لوبډله اتله شوه.

په همدې حال کې یو شمېر حکومتي چارواکو هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د فوټبال لوبډلې اتلولې ستایلې ده.

د افغانستان لوبډلې د درېیو بریاو او د ترکمنستان پر وړاندې یوې ماتې، ۹ امتیازونو، ۹ ګولونو ترسره کولو او ۵ خوړلو ګولونو سره د آسیا مرکز حوزې اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبو کې سیداضغر حسیني له درېیو ګولونو، محمدشریف امین‎زاده د دروازې ساتنې او عارف نظامي د لوبډلې کپټان په دې اتلولۍ کې غوره ونډه درلوده.

دا لوبې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې ترسره شوې چې په کې افغانستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان ،  قرغزستان  او  ازبیکستان ګډون کړی وه.

د افغانستان لوبډلې د درېیو بریاو او د ترکمنستان پر وړاندې یوې ماتې، ۹ امتیازونو، ۹ ګولونو ترسره کولو او ۵ خوړلو ګولونو سره د آسیا مرکز حوزې اتلولي یې خپله کړه

شریک یي کړئ