Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان۱۹کلنو کرکټ لوبډلې د آسیا جام نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه

د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د  افغان نولس کلنو ملي لوبډلې په زړه‎پورې لوبه کې د سینګاپور له خوا ورکړل شوی هدف په څلورو اوورونو  کې پوره کړ او د ې لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

افغان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله په دې بریا سره د لومړي ځل لپاره د آسیا جام نیمه‎پایلوبو ته لار پیدا کړه.

افغان لوبډلې مخکې له دې د پاکستان نولس کلنو لوبډلې څخه لوبه ګټلې وه چې په دې سره افغان نولس کلنو لوبډلې په خپل بې ګروپ کې ۹ امتیازه جوړ کړل.

په بې ګروپ کې افغانستان، بنګله دیش او پاکستان درې واړو ۹ امتیازه پوره کړل، خو  د ښه اوسط له مخې په بې ګروپ کې بنګله دیش  لومړي مقام او افغانستان دویم مقام او  پاکستان درېیم او سینګاپور څلورم مقام خپل کړو.

په دې سره د لومړي ګروپ او دویم مقام لوبډلې د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

افغان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله د سنګاپور پر وړاندې له بریا سره د لومړي ځل لپاره د آسیا جام نیمه‎پایلوبو ته لار پیدا کړه

شریک یي کړئ