Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان خلکو سره د رئال مادرید لوبډل‎مشر د سلوزرو یورو مرسته

د رئال ماډریډ لوبډل‎مشر سرجیو راموس په افغانستان کې د وروستیو بمي‎چاودنو قربانیانو ته د مرستې په موخه د سره صلیب کمېټې سره د سلوزرو یورو ورکړې دي.

د یادو پېسو چک به نن ماښام(چهارشنبه د سلواغې۲۷مه) د اروپا د اتلولۍ لیګ لوبو د اتم پړاو په پای کې د یوفا استازي ته ورکړل شي.

ویل شوي دي چې دا مرستې به افغانستان کې د بمي‎چاودنو له قربانیانو سره د مرستې په موخه ولګول شي.

راموس په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د غوره لوبغاړي په نظرپوښتنه کې تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې وې.

راموس ویلي دي:«موږ ته لوی ویاړ دی چې دې ډول مرستو کې برخه ولرو. د فوټبال نړیوال خپرېدل له موږ سره مرسته کوي چې موږ اړمنو کسانو سره مرسته وکړو.»

ده وړاندې وویل:«زموږ مرسته به اړمنو کسانو ته د ژوند کولو هیله ورکړې او د سره صلیب غړي هم خلکو ته د ورځني ژوند هیله ورکوي.»
 
د یادو پېسو چک به نن ماښام (چهارشنبه د سلواغې۲۷مه) د اروپا د اتلولۍ لیګ لوبو د اتم پړاو په پای کې د یوفا استازي ته ورکړل شي، او دا پېسې په افغانستان کې د بمي چاودنو قربانیانو ته د مرستې په موخه لګول کېږي

شریک یي کړئ