Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د عربو محتده اماراتو ته درومي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د «جام صحرا»په سیالیو کې د ګډون لپاره د عربو متحده اماراتو ته ځي.

دغه سیالۍ د هېواد د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو د لوبډلو ترمنځ راتلونکې اوونۍ پيلېږي.

ټاکل شوې ده چې په دغو سیالیو کې نوروز منګل،د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر،خپله وروستۍ نړیواله سیالۍ ترسره کړي.

د هېواد د ملي لوبډلې روزني راجپوت په دې اړه وویل:«په شپږو وروستیو میاشتو کې موږ ۲۰ لوبې کړې دي او دا سیالۍ زموږ وروستۍ سیالۍ نه،بلکې یو پیل به وي.زموږ لوبه له پخوا څخه به ښه وي.غواړم د کرېکټ د نړۍ له یوه تجربه لرونکي لوبډلې سره هم څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړو.»

د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې، لوبډل مشر اصغر ستانکزی وايي:«موږ له تاسو غواړو چې سیالیو ته د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې له تګ څخه وروسته له موږ سره همکاري وکړئ؛ځکه چې ستاسو ملاتړ موږ پیاوړي کوي او موږ د افغانستان لپاره لوبه کوو او ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو.»

د جام صحرا ۲۰ اویزې سیالۍ به په دوه ډلو کې د ۸ لوبډلو په ګډون ترسره شي.په الف ډله کې افغانستان،ایرلینډ،نمییا او د عربو متحده امارات دي او په دویه ډله کې نیدرلنډ،سکاټلنډ،عمان او هانګ کانګ شاملې دي.

د هېواد د کرېکټ لوبډله خپې لوبې د جنورۍ په ۱۴ مه د ایرلینډ په جنورۍ په ۱۶ د ماراتو او د جنورۍ په ۱۹ د نامیبیا په وړاندې ترسره کوي.

ټاکل شوې ده د هېواد کرېکټ ملي لوبډله د دغه جام له پای څخه وروسته،یوه څلور ورځنۍ لوبه د اسټرالیا په وړاندې او پنځه یو ورځنۍ لوبې د زېمبابوې،او د افغانستان په کوربه توب په هند کې له ایرلنډ سره څو لوبې به ترسره کړي.

شریک یي کړئ