د هېواد د کرېکټ د نولس کلونو ملي لوبډلې د اسیا جام په سیالیو او په خپله دویمه لوبه کې پاکستان ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
په دغې سیالۍ کې لوبه لومړۍ د هېواد د کرېکټ لوبډلۍ پیل او د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېدل چې سیالۍ لوبډلې ته ۲۷۴ منډې هدف وټاکي.
د پاکستان د کرېکټ د نولس کلونو لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوې موخه پوره کړي او د ۵۰ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره لوبه یې د افغانستان د کرېکټ د نولس کلونو لوبډلې ته بایلله.