Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ یوورځنۍ لوبې:افغانستان سبا د ایرلنډ په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې به سبا چهارشنبې(د کب په ۲۵ مه)په یو ورځنیو لوبو کې ډګر ته ورودانګي.

له دې وړاندې افغانستان او ایرلنډ په یو ورځنیو لوبو کې ۸ ځله له یو بل سره لوبېدلي چې ۵ بریاوې د ایرلنډ او ۳ بریاوې د افغانستان په برخه شوې دي.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ د نړیوالي شورا په ډلبندۍ کې د ۳۱ یو ورځنیو لوبو په ترسره کولو سره په ۱۰ مقام په واک کې لري او د ایرلنډ لوبډلې د ۲۰ یو ورځنیو لوبو په ترسره کولو سره ۱۲ مقام یې خپل کړی دی.

که‎چېرې د هېواد د کرېکټ لوبغاړي وتوانېږي په دغو سیالیو کې ایرلنډ ته ماتې ورکړي کولای شي چې د کرېکټ د نړیوالې شورا په ډلبندۍ کې خپل مقام پیاوړی کړي.

له بلخوا ایرلنډ او افغانستان د کرېکټ نړۍ د دویمې درجې ځواکمنې لوبډلې شمېرل کېږي چې په ځلونو د کرېکټ په نړیواله شورا کې د دایمي غړیتوب غوښتونکي شوي دي د د کرېکټ د نړیوالې شورا بورد هم په عربي متحده اماراتو کې په خپله وروستۍ غونډه کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د ۱۰ دایمي غړو څخه ۱۲ دایمي غړو زیاتوالي ته غوښتوونکې شوې چې افغانستان او ایرلنډ د اصلي نوماندانو په توګه د کرېکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیتوب لپاره نومول شوي دي.

شریک یي کړئ